د ګردېز ښار د امن او نظم لپاره په لومړي ځل ګارنيزیون جوړ شو

د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز ښار د امنيت او نظم لپاره په لومړي ځل ګارنيزيون جوړ شو، چې د مسوولينو په خبره د امنيت د ټينګښت سربېره به د بې نظميو مخنیوی هم کوي.

د پکتيا نوی امنیه قومندان مل پاسوال اخترمحمد شاهين وايي، چې ګارنيزيون د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او پوله ساتو ځواکونو په ګډ تشکيل جوړ شوی، چې د نامسووله وسله والو، په شخصي لباس کې د وسله لرونکو کسانو او په ښار کې د نورو بې نظميو مخه به هم نيسي.

د ګردېز نوي جوړ شوي ګارنيزيون پرون (چهارشنبه، ۲۸لړم) عملا په ښار کې فعاليت شروع او په بېلابېلو ځايونو کې يې د معلوماتو او ارزونې لپاره د چک او کنټرول فعاليتونه پيل کړي دي.

خلک د ګردېز ګارنيزيون د فعاليت پر پيل خوښ دي او ټينګار کوي چې امنيتي او کشفي ارګانونه د کلکې همغږۍ په لرلو د شته ستونزو مخنيوی کولی شي.

د ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی جلال بهار وايي، چې کشفي او استخباراتي ارګانونه بايد د ښار په بېلابېلو برخو کې د تروريستي، قاچاقي او ورته نورو ناوړه کړنو کلک څار وکړي او مخه يې ونيسي.

بهار اطلاعات روز ته وويل: «دا اوس ډېر داسې کسان او کورونه شته چې وسله والو ترهګرو، قاچاقبرو، غلو او نورو سره لاس لري او مرسته ور سره کوي، داسې خلک بايد پيدا شي او دا ځای ترې پاک شي.»

د ګردېز ښار د پير باغ اوسېدونکی نعمت الله پکتين وايي، چې په ښار کې بېلابېلې ډلې هدفي وژنې، وسله والې غلاوې کوي او له بېلابېلو لارو خلک ځوروي، چې په خبره يې پر وړاندې يې بايد جدي عملي ګامونه واخيستل شي.

پکتين وويل: «نشه يي مواد خرڅيږي، شل رقمه معاملې کيږي، له خلکو پيسې اخيستل کيږي، لارې نيول کيږي، ځينې کسان د شپې لارو، کوڅو ته راوزي، د ګارنيزيون د فعاليت پيل ته د ټولو ډېره تمه ده او بايد په دې ټولو مواردو کې سخت او جدي اقدام وکړي او د دې شيانو مخنيوی وکړي.»

ولايتي اداره ټينګار کوي، چې د ګردېز ښار د امنيت د ټينګښت او قانون د تطبیق برخه کې جدي دي او په دې اړه به ځينې مهم عملي اقدامات تر سره کړي.

د ګردېز ګارنيزيون جوړېدلو په اړه شاوخوا دوه کاله وړاندې هم تابیا شوې وه، خو د ځينو ستونزو له امله يې فعاليت نه و پيل کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه