اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ددې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۹ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څیرمه د اهل هنودو «سکانو» هټۍ مخې ته ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه وایي، په یاده چاودنه کې سکانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
خوږیاڼی زیاتوي: «نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړود درمسال سیمه کې د اهل هنود دوکان مخې ته مای ځای پر ځای شوی و، چې چاودنه یې کړې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او اهل هنودو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.»
دا په تېرو دریو ورځو کې درېیمه چاودنه ده چې د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې کیږي چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي وي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
