کلي په کلي، کور په کور د رڼا پر لور

ننګرهار کې د مطالعې دودولو هڅې ګړندۍ شوي

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار کې د کتاب لوست دودونې د کمپاینونو په لړ کې دا ځل د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ګرځنده کتابتون فعالیت پیل کړی دی.

دا ګرځنده کتابتون د کامې په ولسوالۍ کې کلي په کلي ګرځي او د مطالعې پر مینوالو د هغوی د خوښې کتابونه ویشي.

د امان ګرځنده کتابتون په نوم یادې هڅې د هېواد خیریه بنسټ له لوري پیل شوي.

دا ګرځنده کتابتون په یو «سوزکي» ډوله موټر کې جوړ شوی، چې تر زرو پورې بیلابیل ډوله کتابونه په کې ایښودل شوي دي.

د یاد بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.

قاري محمد شاه زیاتوي: «مخکې چون داسې و، چې یوازې به زمونږ د هیواد په نامه خیریه بنسټ نورو فعالیتونه کول، لکه د پلچکونو جوړول او داسې نور خیریه کارونه، خو وروسته مونږ فکر وکړ چې اول باید د خلک ذهن ته کار وکړو، چې له کتاب سره اشنا شي او د مطالعې فرهنګ دود شي بیا مو دا سیار کتابتون جوړ کړ او په یو سوزکي موټر کې شاوخوا زر بیلابیل کتابونه په کې ځای پر ځای شوي او دا کلي په کلي کور په کور ګرځو او خلکو ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکوو.»

د هېواد خیریه بنسټ مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کار یې په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه کړی. نوموړی وایي، هڅه کوي خپل فعالیتونه نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځوي.

که څه هم اوسمهال ټولې ښوونیزې ادارې د کرونا وبا خپرېدو له وېرې رخصت دي، خو د یاد کتابتون مسوول وایي، دوی په همدې موخه کتابونه وېشې چې زده کوونکي له بې ځایه ګرځېدو وژغوري.

د یاد کتابتون مسوول قاري محمد شاه اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل، هره ورځ لسګونه کسانو ته بیلابیل ډوله کتابونه ویشي.

قاري محمد شاه زیاته کړه: «مونږ هره ورځ په کلو کې ګرځو او د مطالعې په مینوالو د هغوی د خوښې کتابونه ویشو او دا لړۍ هره ورځ دوام لري، زمونږ هڅه دا ده چې د قرنطین پرمهال خلک مطالعه وکړي او خپل وخت بیځایه تیر نه کړي په خاص ډول زده کوونکي او د پوهنتون محصلین او همدا شان د خلکو لیوالتیا هم ډیره ده، چې کورته یې کتابونه ور وړل کیږي او هغوی مطالعه کوي.»

د یاد پروګرام له لارې د کتابونو ترلاسه کوونکي خوښ دي او وایي، دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ لا پیاوړی کوي.

د کامې ولسوالۍ ځایي اوسیدونکی نورالله وایي، خلک د کتاب له مطالعې سره مینه لري، خو کتاب ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزو دوی له کتابه لرې کړې دي.

د یاد پروګرام له لارې د کتابونو ترلاسه کوونکي خوښ دي او وایي، دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ لا پیاوړی کوي.

نور الله زیاته کړه: «مونږ ډیر زیات خوشاله یو چې زمونږ ترکلي او ختا کله چې مونږ په کور کې یو او یا په دېره، حجره کې یو، نو دا ګرځنده کتابتون دلته راځي او مونږ ته د خوښې وړ کتابونه راکوي، نو تمه لرو چې زیات خلک به د کتاب مطالعې سره مینه پیدا کړي او کتاب لوست ته مخه کړي او دا فرهنګ به زیات شي.»

د ښوونځي زده کوونکی ګل احمد دا چاره یو ښه فرصت یادوي او له خلکو غوښتنه کوي، چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره دې کتابونه هم ولولي.

ګل احمد زیاتوي: «زما غوښته له زده کوونکو څخه دا ده چې دوی باید د فیسبوک او نورو ټولینزو رسنیو پر ځای کتاب مطالعه کړي، ځکه اوس ښوونځي او پوهنتونونه هم رخصت دي نو د مطالعې لپاره ښه موقع ده، تمه لرو چې خلک له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د خپلې خوښې کتاب په مینه ولولي.»

په دې وروستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه ډېر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي. دوی وایي دا ډول هڅې د کتاب لوست مینه لا زیاتولی شي.

د ښوونځي زده کوونکی ګل احمد دا چاره یو ښه فرصت یادوي او له خلکو غوښتنه کوي، چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره دې کتابونه هم ولولي.

په ټوله کې افغان ټولنه کې د مطالعې کلتور ډېر پیکه دی او ډېر لږ د کتاب لوستنې خوښه لري. ډېری په دې اند دي چې په هېواد کې روانه جګړه هم د خلکو ناپوهۍ له امله ده، چې د مطالعې دودول کولی شي د روان جنګ کمولو او ان پای ته رسولو لامل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه