اطلاعات روز: د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت وایي، د امریکا متحده ایالاتو په نیو یارک ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کېږي.
د اطلاعات او کلتور وزارت نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هنر سالار بنسټ د لومړي ځل لپاره په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کوي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه بنسټ وايي چې یاده تابلو د اوسني او راتلونکي افغانستان د ارزښتونو، هویت او حقیقتونو ښکارندویي کوي چې د یوې میاشتې په بهیر کې د هنرسالار موسسې نارینه او ښځینه انځورګرو په کابل کې انځور کړې ده.
د خبرپاڼې په وینا، د تابلو په انځورولو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د خاورې نمونې راټولې شوې او کارول شوې دي. دوی زیاتوي، دغه تابلو ۴ متره اوږدوالی او ۲ متره پلنوالی لري چې په نیویارک کې به د ملګرو ملتونو د مرکزي ودانۍ په ځانګړی ځای کې د تل لپاره وځړول شي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د هنرسالار بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې شپږ میاشتې مخکې یې د ملګرو ملتو سازمان ته په هغه سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوري د نمایندګۍ په ملاتړ د نقاشۍ ډیزاین وړاندې کړ او وروسته له هغې چې قانوني او ډیپلوماټیکې چارې یې بشپړې شوې، د هغې انځورول یې پيل کړل.»
د اطلاعات او کلتور وزارت د مالوماتو له مخې، د تابلو د پرانیستې په مراسمو کې چې پرون په نیویارک کې ترسره شول، د ملګرو ملتو سازمان سرمنشی انتوني ګوتریش، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز، ملي او نړېوالو ډیپلوماټانو، د هنرسالار موسسې مشر او په نیویارک کې مېشتو یو شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.
