اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، د خوست ولایت نادرشاه کوټ کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا کشف او خنثی کړل شو.
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه «هینو» ډوله موټر بم د ملي پولیسو له خوا تېره شپه (یکشنبه، ۶ د چنګاښ) ۷:۰۰ بجې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «سپین غورې» سیمه کې نیول شوی او خنثی کړل شوی دی.
یاد وزارت وایي، په دې موټر کې تر ۳ ټنو چاودېدونکي توکې ځاي پر ځای شوي و او غوښتل یې یاد موټر بم ته د خوست ښار په ګڼه ګوڼه کې انفجار ور کړي.
کورنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، د دې پېښې په تړاو یې یو تن چې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی نیولی او په وینا یې چې نوموړۍ دا مهال د پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
