اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې لسګونه کسانو د وسله والو طالبانو خلاف او د افغان ځواکونو په ملاتړ پراخ ولسي پاڅون پیل کړ، چې د بېلابېلو سیمو سلګونه کسانو پکې برخه اخیستې وه.
د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر نن (یکشنبه، ۶ د چنګاښ) پکتیا کې هم ولسي پاڅون کوونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې راخیستې او وايي، له اوسني نظام په کلکه ملاتړ کوي او هغه جنګي ډلې چې د افغان ځواکونو په مقابل کې جګړه کوي، دوی به یې پر وړاندې ودرېږي.
پکتیاوال وايي تېر تاریخ ته په کتو پاکستان غواړي، چې اوسنی نظام ړنګ او دا هیواد له ګډوډۍ سره مخ کړي.
د پاڅون کوونکو له ډلې یې حاجي فیض محمد وايي، روانه جګړه د ګاونډیو هیوادونو په شاره پیل شوې او په دې هیواد کې د خپلو ګټو لپاره جنګي ډلې حمایه کوي.
هغه زیاته کړه، چې د دې لپاره نن دوی وسله پورته کړې، چې په سیمه کې یې د دولت مخالفې وسله والې ډلې ملي شتمنۍ زیانمنوي.
نوموړي وویل: «مونږ نن په ګردېز کې د بېلابېلو سیمو خلکو ځکه وسله پورته کړې ده، چې نور نه غواړو، چې زمونږ سیمه نا امنه شي او د نورو هیوادونو جنګیالي مو په کلیو او بانډو کې خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کړي، نور چاته د دې اجازه هم نه ورکوو، چې زمونږ د امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه وکړي.»

عبدلحمید رنجبر هم د پاڅون کوونکو له ډلې یې هغه مشر ده، چې وسله یې په اوږه کړې او د طالبانو خلاف یې جګړې ته چمتوالی نیولی دی.
نوموړي له اطلاعات روز سره په خبرو کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه یوازې د افغان ولس د خپلو لپاره دوامداره ساتلې ده.
هغه وویل: «زه نن مجبور شوم، چې نن ځکه ټوپک پروته کړم، چې نور د طالب په نوم د پنجاب لخوا زمونږ په هیواد کې روانه جګړه د خپلو ګټو لپاره پیل کړې او یوازې یې هدف افغان وژنه او د شتمنیو ورانول دي، نور طالب ته په خپله سیمه کې د فعالیت اجازه نه ورکوو.»
د پاڅون کوونکو په وینا چې جمهوریت یې لومړی کرښه ده او هیچاته به د شته نظام اجازه ورنه کړي.
د دې پاڅون یو بل غړي نقیب الله پکتیاوال وویل، د سیمې ځینو استخباراتو هڅه پیل کړې، چې اوسنۍ نظام ړنګ او په افغانانو د خپلې خوښې نظام وتپي.
پکتیاوال وویل: «جمهوریت زمونږ لپاره سره کرښه ده او هیچاته به د دې نظام د ړنګولو اجازه ورنه کړو، دا نظام د افغانانو په وینو ساتل شوی او همدا افغانان به یې همداسې په خپلو وینو ساتي هم او له امنیتي خواکونو به ملاتړ ته دوام ورکوي.»
په دې ولسي پاڅون کې د پکتیا د ولایتي شورا غړي او په مشرانو جرګه کې ځینې استازو هم ګډون کړی وو، د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځي د پکتیا له نورو اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه، چې په خپلو سیمو کې د افغان حکومت او ولسي خلکو خلاف ډلو په وړاندې وسله پورته کړي.
نوموړي وویل: «جګړه زمونږ نه ده، د جهاد په نوم دلته روانه جګړه په مونږ تپل شوې او یوازې په کې افغانان وژل کیږي، زما له نورو خلکو هم دا غوښتنه ده، چې هوښیار شي او د پردیو ډلو خلاف راپاڅیږي، نور باید د طالب په نوم یا په بل نوم چې فعالیت کوي او ملي شتمنۍ ورانوي، هیڅ کله اجازه ورنه کړي.»
د پکتیا په ګاونډ ولایت خوست کې هم روانه اونۍ د بېلابېلو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ او د وسله والو مخالفو ډلو خلاف ولسي پاڅون کړی او د خپلې سمیې د ساتنې لپاره یې وسله پورته کړې ده.
خلک په داسې مهال د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کوي، چې وسله والو طالبانو د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د ولسوالیو او سیمو په نیولو سره د افغان ځواکونو خلاف جګړې ته زور ورکړی دی.
