اطلاعات روز: د لغمان د الینګار ولسوالۍ بازار د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې سوځېدلی دی.
ځایي اوسېدونکو نن (یکشنبه، ۶ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، تېره شپه د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې د الینکار ولسوالۍ بازار کې اور لګېدلی چې له امله یې اته هټۍ سوځېدلي او مالي تاوانونه یې اړولي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي شاهد الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دې اورلګېدنې شاوخوا درې میلیونه افغانۍ مالي زیان هټیوالو ته اړولی دی.
شاهدالله زیاتوي: «تېره شپه د الینګار ولسولۍ بازار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د الینګار ولسوالۍ بازار کې اور لګیدلی چې له امله یې ۸ دوکانونه سوځېدلي دي او ۳۰ لکه افغانۍ زیان خلکو ته اوښتی دی.»
صفی الله نشاط چې د خوراکي توکو پلورنځي یو دوکان یې په یاده جګړه کې سوځېدلی، له حکومت غواړي چې له یادو زیانمنو شویو هټیوالو سره مرسته وکړي، ترڅو دوی یو څه له تاوانه خلاص شي.
په ورته مهال د الینکار ولسوال قاضي حبیب الرحمن هم اطلاعات روز ورځپانې ته تاییدوي چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې هټیو اور اخیستی چې شاوخوا د ۱۲ لکه افغانیو په ارزښت یې هټیوالو ته مالي زیان اړولي.
نوموړی وایي په یاده سیمه کې داسې جګړه نه وه، چې هاوانونه یا غټې وسلې فیر شوي وي، خو د وړو وسلو ډزې شوي.
ولسوال ډاډ ورکوي چې د دوی ارزونه روانه ده او هڅه کوي چې زیانمن شویو هټیوالو ته مرسته پیدا کړي.
قاضي حبیب الرحمن زیاته کړه: «تېره شپه د الینګار ولسوالۍ په یاده سیمه کې داسې جګړه نه وه، چې هاوانونه یا غټې وسلې فیر شوي وي خو د وړو وسلو ډزې شوي او زمونږ د سروې ټیم تللی، هڅه کوو چې زیانمنو شویو خلکو سره مرسته وکړو.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
