اطلاعات روز: د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر عبدالستار ميرزکوال وايي، پکتيا کې به له هغو مسوولينو سره حساب وکړي، چې بې له مقاومت يې پوستې او ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پرېښې دي.
نن (شنبه، ۵ د چنګاښ) د کورنيو چارو سرپرست وزير له يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتيا پکتيا ته د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه تللی او هلته يې په دې ولايت کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ريیس، ولايتي او امنيتي مسوولينو سره په ګډه ناسته کې له وسله والو طالبانو د نيول شويو ولسواليو د بيرته نيولو سپارښتنه وکړه.
ميرزکوال وويل، طالبانو ته د پکتيا د ځينو ولسواليو په پرېښودلو کې امنيتي مسوولينو بې غوري کړې ده.
هغه زياته کړه، له هغو قومي مشرانو او امنيتي مسوولينو سره به حساب وکړي، چې د طالبانو په اشاره يې له امنيتي ځواکونو د ولسواليو پرېښود غوښتنه کړې وه او هغوی هم بې له ځنډه ورته پوستې او ولسوالۍ پريېښې دي.
نوموړي وويل: «ستونزه دا نه وه، چې مخالفين قوي شوي، بلکې زمونږ امنيتي مسوولينو په دې برخه کې کمزوري کړې او د يو څو پردي پالو مشرانو په اشاره او غوښتنه يې د پکتيا کليدي ولسوالۍ مخالفينو ته پريېښې دي، زه ډاډ در کوم، چې هم به له مسوولينو سره قانوني چلند کيږي او هم به له هغو مشرانو سره چې په دې مسله کې يې دريم ګړيتوب کړی و.»

د ښاغلي ميرزکوال په خبره چې له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي او د نوموړي په وينا تر هغو به روان وي، چې له وسله والو طالبانو ټولې ولسوالۍ بيرته نه وي نيول شوې.
هغه داسې وويل: «ما ټولو امنيتي مسوولينو ته لارښوونه کړې ده، چې عملياتو ته دوام ورکړي، تر څو بيرته مونږ له مخالفينو ولسوالۍ نه وي نيولې، وسله وال طالب زمونږ له زړورو امنيتي ځواکونو سره هېڅ مقاومت نه شي کولی او نه يې هم کړی دی.»
په پکتيا کې د پيل شويو عملياتو رهبري د تندر قول اردو سربېره د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازی هم کوي او د جګړې په ساحه کې د افغان ځواکونو ياد عمليات څاري.
کټوازي تېره ورځ له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی اوس مهال له وسله والو طالبانو دوه ولسوالۍ سيدکرم او ميرزکه نيولې او د پاتې نورو لپاره هم افغان ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي.
نوموړی وايي: «مونږ په همدې پيل شويو عملياتو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي دي، د هغوی جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي، سيدکرم او ميرزکه افغان ځواکونو د مخالفينو له شتون پاکه کړه او اوس مهال په احمدخېلو کې عمليات دوام لري.»
د پکتيا والي حليم فدايي بيا وايي، چې د نيول شويو ولسواليو لپاره يې تشکيل او نور وسايط برابر کړي، چې ډېر ژر به په کې خلکو ته اداري خدمتونه پيل شي.
هغه وايي: «کوم ولسوالي چې افغان ځواکونه نيسي، مونږ په کې بې له ځنډه ولس ته خدمات پيلوو، هغه که د امنيت له اړخه وي او يا هم کوم نور اداري کارونه، سيدکرم او ميرزکه کې به ډېر ژر د ولسوالۍ خدمات پيل شي.»
د کورنيو چارو وزير او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس په داسې حال کې پکتيا ته سفر کوي، چې وسله والو طالبانو د پکتيا اته ولسوالۍ نيولې وې، چې لاهم له يادې ډلې سره شپږ ولسوالۍ تر واک لاندې دي.
