ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو امر ورکړ

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي دي، چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د شاوخوا دوه زرو امریکایي ځواکونو د وتلو امر ورکړی دی.

د امریکا دفاع چارسمبالی وزیر کرستوفر میلر تېره ورځ (سه شنبه، ۲۷ لړم) پنټاګون کې یوې ناستې ته ویلي، چې د راتلونکي (۲۰۲۱) زیږدیز کال د جنوري تر ۱۵مې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر دوه زره او ۵۰۰ تنو ته را کم کړي.

له بلې خوا، ښاغلي میلر زیاته کړې چې د ډونالډ ټرمپ په امر له عراق څخه هم د ځواکونو ایستنه پیلوي او د راتونکي کال د جنورۍ تر ۱۵مې د ځواکونو شمېر تر دوه زره او ۵۰۰ تنو کموي.

اوسمهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر څلور زره او ۵۰۰ او عراق کې بیا درې زره تنو ته رسیږي.

په ورته مهال، د امریکا دفاع سرپرست وزیر ویلي دي، چې د دې ځواکونو وتل به داسې وشي، څو په دې دوو هېوادونو کې له امریکایي اوسېدونکو ساتنه وشي.

له بلې خوا هغه ټینګار کړی دی، چې په دې اړه یې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو له لوی منشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړې دي.

خو د ناټو سرمنشي پنټاګون ته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه په ځواب کې ویلي، چې په دې هېواد کې به دا برنامه په لوړه بیه وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي غني د امریکا له سرپرست دفاع وزیر سره خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکو او د سولې پروسې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د امریکا دفاع وزیر په دې خبرو کې له افغانستان څخه د امریکا نظامي ځواکونو پر تلپاتي ملاتړ ټینګار کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه