اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو رییس ارکان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۳ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه وسله وال برید کې د د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې لوا درستیزوال ډګروال نورجان شینواری وژل شوی او د هغه څو ساتونکي ټپیان شوي دی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «هو متاسفانه نن سهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو رییس ارکان نورجان شینواری د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی او څو ساتونکي یې ټپیان شوي دي، هغه هلته عملیاتو کې ګډون درلود، چې اوسمهال هلته دوام لري.»
د خوږیاڼي په خبره اوسمهال د ننګرهار په شېرزادو، حصارک او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات په «بریالیتوب» سره دوام لري، چې له وسله والو طالبانو یې ګڼ شمېر سیمې تصفیه کړي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
