دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ طالبان ووژل شول او ۱۰۳ ټپیان شول

اطلاعات روز: ملي دفاع وزارت وایي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې د طالبانو ډلې ۲۳۴ غړي وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپيان شوي دي.

ملي دفاع وزارت نن (سه شنبه، ۱ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه شمېر طالبان یې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې وژلي او ټپي کړي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه وایي، دغه طالبان د هېواد لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه دغه راز وایي، په دې نښتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي: «د دې په خواکې ۵۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.»

اخوا بیا طالبانو ډلې ادعا کړې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو لس ولسوالۍ نیولې دي. د طالبانو ویاندویان وایي، د غویي له ۱۵مې تر اوسه یې شاوخوا ۶۰ ولسوالۍ نیولي او د دوی په ولکه کې دي.

ملي دفاع وزارت بیا نن وویلې، چې درې ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولي دي. په نیول شویو ولسوالیو کې یوه د بلخ ولایت بلخ، د بغلان دوشي او د کندوز علي اباد ولسوالۍ دي.

خو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه ولسوالۍ ترې نه دي نیول شوي او لا هم د دوی په ولکه کې دي.

په وروستیو اونیو کې د هېواد ګوټ، ګوټ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کیږي او د تاوتریخوالي کچه مخ په ډېرېدو ده. د طالبانو له خوا نیول شوې ولسوالیو کې ځينې یې داسې هم دي چې د ولایتي شوراګانو د ځینو غړو په وینا، له کومې نښتې پرته، یا هم ځواکونو ته د اکمالاتو نه رسېدو له امله طالبانو ته پرېښودل کېږي.

د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په دې جنګ جګړو کې ملکي وګړي ډېر قرباني دي. هغه ولایتونو کې چې جګړې په کې روانې دي، له هرې سیمې ان په سلګونه کورنۍ بې ځایه او له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه