اطلاعات روز: د پکتیا ولایتي شورا یو غړی وايي، د پکتيا ولايت دوه نورې ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو ونيولې.
د پکتيا ولايت د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل نن (سه شنبه، ۱ د چنګاښ) اطلاعات روز ته وويل، له ميرزکې او ځاځي اريوب وروسته احمدخېل او لجه منګل ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو ولسواليو کې مېشتو افغان ځواکونو ته په وخت د هوايي او ځمکنيو اکمالاتو نه رسېدو له امله سرتېرو وسله په ځمکه ايښې ده.
تاج محمد منګل همدا راز وويل، د دې ولسواليو ترڅنګ د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې هم دوہ نورې مھمې کلیدي قرارګاوې افغان ځواکونو خوشې کړې دي.
ښاغلی منګل اندېښنه څرګندوي، که مرکزي اداره په وخت اقدام ونه کړي، نو د دې ولايت دوه مهمې سيدکرم او څمکنيو ولسوالۍ به هم د طالبانو لاسته ولويږي.
