د کونړ مرکزي محبس کې بندیانو لپاره یو کتابتون پرانیستل شو

اطلاعات روز: د کونړ ولایت مرکزي محبس د مطالعې کلتور عامولو لپاره د «طاهر فرهاد» په نوم کتابتون پرانیستل شو.

طاهر فرهاد د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ لیکوال او یو منلی ځوان شاعر و، چې پنځلس کاله وړاندې په یوې ترافیکي پېښه کې مړ شوی.

د فرهاد له مرګ وروسته د ماڼوګي ولسوالۍ ځوانانو د «طاهر فرهاد» په نوم ادبي ټولنه جوړه کړې، چې له نورو برخو سربیره یادې ولسوالۍ د ځوانانو د پرمختګ او زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.

د کونړ په محبس کې یاد کتابتون د ختیځ ادبي بهیر او طاهر فرهاد ادبي ټولنې په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی.

د ختیځ ادبي ټولنې مشر ضیاالدین همت مل نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په مرکزي محبس کې د زندانیانو د مطالعې لپاره یې له دغه کتابتون سره څه د پاسه زر ټوکه د بېلابېل کتابونو مرسته کړې.

د کونړ محبس کې دغه کتابتون د مطالعې دود لپاره د ختیځ ادبي بهیر او طاهر فرهاد ادبي ټولنې په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی.

ښاغلی همت مل وایي، د یاد کتابتون له پرانېستل کېدو یې موخه خلک او په ځانګړې توګه ځوانان د کتاب لوستلو ته هڅول دي.

د هغه په وینا، له دې کتابتون څخه به زندانیان ګټه پورته کړي او ټینګار کوي چې له روانو حالاتو د وتلو یواځینۍ لار له کتاب سره اشنا کېدل دي.

د ختیځ ادبي ټولنې مشر ضیاالدین همت مل زیاته کړه: «د کونړ په محبس کې مو د کتابتون له پرانیستل کیدو موخه د مطالعې فرهنګ دودول دي، څو ځوانان کتاب مطالعې ته وهڅیږي او زمونږ هڅه دا ده چې په نیږدې راتلوونکې به په یو شمیر نورو سیمو کې هم ورته کتابتونونه پرانیزو، له ځوانانو هم غواړو مطالعه وکړي او خپل وخت دې د کتاب پر مطالعه تیري.»

بل لور ته د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دا شان کتابتونونو جوړیدل په ټولنه کې د مطالعې د عامېدو لپاره مهم ګام وباله او له نورو ټولنو هم د ورته کارونو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

نوموړي له زندانیانو وغوښتل چې له کتاب لوستلو سره ځانونه اشنا کړي او څومره موده چې په زندان کې دي کتابونه دې ولولي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس جنت ګل فدا زیاتوي: «که مطالعې د فرهنګ د دودېدو لپاره دا ډول هڅې ګړندۍ شي، زه هیله مند یم چې خلک به هم له کتاب سره اشنا شي. هیله مو دا ده چې ټولنې باید داسې کارونه ترسره کړي چې خلکو ته یې په عموم کې ګټه وي لکه د دې کتابتون جوړیدل.»

فرهنګي فعالان وایي، هسې یې پیل کړي چې د دا ډول کتابتونونو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

لیکوال او ژورنالېست امید دیدار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په محبس کې د زندانیانو لپاره د کتابتونو جوړیدو اقدام ستایي او هیله مند دی چې دا فرهنګ به په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود لا پیاوړی کړي.

امید دیدار زیاته کړه: «که د مطالعې فرهنګ د عامېدو لپاره دا ډول هڅې وشي هیله ډیره ده چې یو څوک بندي وي او هلته کتاب ولولي، نو په کړنو کې به یې بیخي لوی بدلون راغلی وي، نو مونږ هم د د داشان کتابتونونو د پراخیدو غوښتنه کوو او تمه ده چې دا فرهنګ لا وغوړیږي.»

فرهنګي فعالان وایي، هسې یې پیل کړي چې د دا ډول کتابتونونو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي، د دوی په خبره په دې سره به د کتاب لوستنې فرهنګ پراختیا ومومي او هم به د کتاب سره د مینې دود ژوندی وساتل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه