اطلاعات روز: د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د افغانستان، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونو ته تند غبرګون وښود.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) کابل کې یوې خبري ناسته کې د افغانستان او ډیورند کرښې په اړه د قریشي خبرې وغندلې او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله یاده کړه.
ښاغلي صمیم وویل: «افغانستان دا درې لسیزې کیږي چې د خپلو ملي منافعو د تامین لپاره د پاکستان د نیابتي، مخامخ او نا اعلان شوې جګړې قرباني ده د دې جګړې په هدف ټول پوهېږو او په دې هم پوهېږو چې څوک یې تمویلوي او د څه لپاره یې تمویلوي.»
محب الله صمیم دغه راز وویل، د قریشي له خبرو ډېر واضح ښکاریږي چې پاکستان اوس هم افغانستان کې خپل سټراټیژیک عمق تعقیبوي او په چلند کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ده په وینا، غوښتنه یې دا ده، چې پاکستان باید د ښه ګاونډیتوب اصل ته درناوی وکړي او د افغانستان په اړه له «مغرضانه» څرګندونو ډډه وکړي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه چې پاکستان له ځواکمن افغانستانه ډارېږي: «د پاکستان ستونزه داده چې له قوي افغانستانه ډارېږي، پاکستان غواړي افغانستان په داسې حالت کې و اوسي چې نه یې ملي حاکمیت پر ځای وي، نه یې ارضي تمامیت ته څوک احترام وکړي او نه د خپلو ملي منافعو د دفاع وس ولري.»
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو دوام کې وویل، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کوي چې د طالبانو رهبري افغانستان کې ده، حال دا چې د طالبانو رهبري په کوېټه کې ده او د کوېټه شورا یې ښه بېلګه ده، چې هم د افغانستان ولس او هم نړیوال ترې خبر دي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې طالبانو ډله له هماغه ځایه جګړه رهبري کوي: «له دې څخه هم د پاکستان نیت ښکاري، د افغانستان د جګړې مړي، کوېټې، پېښور، میرانشاه او نورو ځایونو ته وړل کیږي او له دې څخه مالومیږي چې پاکستان افغانستان کې څومره مداخله کوي.»
محب الله صمیم د خپلو خبرو دوام کې وویل، تر ټولو مهمه دا ده چې قریشي داسې څرګندونې کولې چې یو ډیپلوماټ سره داسې څرګندونې نه لګېدلې او تر ډېره داسې ښکارېده لکه د افغانستان د مخالفینو یا د طالبانو ویاند چې وي.
د سرحدونو او قبایلو چار وزیر پر ډیورنډ کرښې د اغزن سیم تېرولو په اړه وویل، چې د افغانستان داعیه د ډیورنډ کرښه نه بلکې له دې پراخه داعیه لري او داسې وخت به راشي چې د دغې داعیې ګټلو او لاسته راوړلو لپاره به پرېکړه کیږي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه: «زموږ داعیه یوازې د ډیورنډ په کرښه، خط یا اغزن سیم نه ده، زموږ داعیه ډېره پراخه ده. که خدای یې وخت راوست، د دغې داعیې د ګټلو او لاسته راوړلو لپاره به وخت پرېکړه وکړي. که څه هم د افغانستان حکومت پر دې خپل دریځ څرګند کړی، زه د وزیر په توګه وایم چې دا د ډیورنډ خط ده او دا کرښه ده، او دا کرغېړنه کرښه د افغانستان ولس، خلکو او د لوی افغانستان خلکو ته هېڅ د منلو نه ده.»
محب الله صمیم دغه راز وویل، د پاکستان یا پنجاب حکومت د اغزن تار تېرولو سره داسې تعبیروله چې دا تار به یو ولس دوه ټوټې کړي، خو دی وایي، د ډیورنډ کرښې برسېره تار تېرول یا بل هر حرکت د دې مانا نه لري، چې دا یو «واحد» ولس سره بېل کړي. ښاغلي صمیم زیاته کړه چې پاکستان دې موخې ته ونه رسېده او نه به هم ورسیږي.
