اطلاعات روز: په ننګرهار کې د صادراتي اسنادو طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شو. د مسوولینو په باور د دې مرکز په فعالیت سره سوداګري پراخه او هم به د هېواد صادرات زیات شي.
په همدې تړاو پرون (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د یاد مرکز له پرانیستل کېدو څخه موخه سوداګرو ته د اسانتیاوو برابریدل او د صادراتو په برخه کې د سوداګرو هڅول یاد کړل.
امرخېل وایي، چې یاد مرکز د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړ شوی چې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
امرخیل زیاته کړه: «دا مرکز چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړ شوی دولس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې په دې مرکز سره به د سوداګرو زیاتې ستونزې حل شي، پخوا به دوی خپل د صادراتي توکو اسناد طی مراحلو لپاره په ډیرو ادارو ګرځول، خو دې مرکز سره به دا ستونزه حل شي او لا هڅه کې یو چې سوداګرو ته په نورو برخو سهولتونه برابرو کړو او هڅوو سوداګرۍ ته.»

په همدې حال کې د مالي وزارت د ګمرکاتو معین عالم شاه ابراهیمي وایي، چې د یاد مرکز په پرانیستل کیدو سره به نه یوازې سوداګري پراختیا ومومي، بلکې د هیواد صادرات به زیات او هم د سوداګرو د اموال اسناد په کم وخت طی مراحل شي.
نوموړی په ګمرکونو کې د جدي اصلاحاتو په رامنځته کیدو ټينګار کوي او ګواښ کوي چې په فساد کې ښکیل مامورین به له دندو ګوښه کړي.
ابراهیمي زیاته کړه: «په دې مرکز سره به د سوداګرو زیاتې ستونزې حل شي او په دې سره به صادرات هم زیات شي او همدارنګه سوداګرو ته ډاډ ورکوو، چې په فساد کې ښکیل مامورین به له دندو ګوښه کړو او سوداګرو ته به زیاتې اسانیتاوې رامنځته کړو تر څو دوی لا وهڅیږي.»
په ورته مهال سوداګر شکایت کوي چې لا هم په د لویو لارو په اوږدو کې د پولیسو او یو شمیر نورو کسانو له لوري زورول کیږي، چې تازه میوه او سبزجات یې له همدې امله په ځنډ صادریږي.
د ننګرهار د سواګرۍ خونې مرستیال مخلص احمد: «لاهم کومې بار موټرې چې تازه سبزي او یا تازه میوه په کې بار وي د لارې په اوږدو کې د پولیسو او ګمرک مامورینو له خوا درول کیږي او په ځينو تازه سبزجاتو کې یې سیخ وهل کیږي چې له امله یې هغه تازه سبزجات خپل ارزښت له لاسه ورکوي، غوښته مو دا ده چې په دې برخه کې باید حکومت جدي اقدامات وکړي او ستونزې حل کړي.»

بل لور ته د ننګرهار د صنایعو او معادن خونې رییس تور ملنګ وایي، دبریښنا کموالی، د ګمرکي تعرفو لوړوالی، فساد او د صنعتي فابریکو لپاره د ځمکو کمښت هغه لاملونه یادوي چې له امله یې سوداګري ټکنۍ شوې ده.
تورملنګ زیاته کړه: «په ننګرهار کې سوداګر او خاص ډول صنعتکاران د برق له نشتون سره مخ دي، میلیونه افغانۍ فابریکه جوړه کړې خو بله ورځ په کې بریښنا نه وي، همداراز د فابریکو لپاره د ځمکو د کمښت ستونزه ده چې په ننګرهار کې صنعتکارانو ته ځمکې نه ورکول کیږي چې فابریکه په کې جوړه کړي هیله ده په دې برخه کې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د مالي وزارت چارواکي وایي، د صادراتي اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکزونه له دې وړاندې پلازمېنه کابل او کندهار ولايت کې هم جوړ شوی چې جوړېدو يې سوداګر په ډېر سهولت کې کړې دي.
