اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي، افغانستان سره د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته، دې ولایت ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس نصیر احمد دراني نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې مرسته شوې بسته کې د اکسېجن په ګډون د وېنټلېټور ماشینونه، د اکسیجن بالونونه، بي پاپ او N95 ماسکونه شامل دي.
درانی وایي، چې د پاکستان مرسته شوې روغتیايي بسته یې له تسلیمېدو وروسته مرکز ته ولېږدوله.
نصیراحمد درانی زیاتوي: «د پاکستان له لوري د روغتیا په برخه کې بسته د تورخم له لارې هیواد ته راورسیده او مونږ ته تسلیم شوه، دې مرسته شوې بسته کې د اکسېجن په ګډون د وېنټلېټور ماشینونه، د اکسیجن بالونونه، بي پاپ او N95 ماسکونه شامل دي.»
دا مرسته د پاکستاني چارواکو له لوري په تورخم ښارګوټې کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکو ته وسپارل شوه.
روغتیایي چارواکي وایي، مرسته شوي توکي به د اړتیا پرمهال د هېواد ولایتونو ته لېږدول کېږي.
