اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د سولې له بهیر سره ۱۵ وسله وال طالبان یو شوي دي.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو د دې ولایت په پچيراګام، خوږياڼو، شېرزادو، سره رود او اچين ولسواليو کې ۱۵ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د خوږیاڼي په خبره د سولې له بهیر سره یو ځای شویو وسله والو له دې وړاندې د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د حکومت ضد فعالیتونه کول.
خوږیاڼی زیاتوي: «د ملي امنیت په هلو ځلو په دې ولایت کې ۱۵ وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شول، دوی له دې وړاندې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې فعالیتونه کول.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
