اطلاعات روز: د لوګر ولایتي مسوولین د طالبانو په لاس د لوګر د خروار ولسوالۍ سقوط ردوي او زیاتوي چې له دې ولسوالۍ ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.
د لوګر ولایت رسنیو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د لوګر خروار ولسوالۍ «خواجه انګور» سیمه کې مېشت څلور امنیتي بېزونه نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) نویو ځایونو ته انتقال او ځای پر ځای شوي دي.
یاده خبرپاڼه وایي: « شاوخوا درې کاله وړاندې د یو لړ ملحوظاتو په نظر کې نېولو سره خروار ولسوالۍ د لوګر مرکز ته انتقال شوې وه، چې صرف خواجه انګور سیمه کې څلور واړه امنیتي بېزونه ځاى پر ځاى و، چې نن یاد ګډ بېزونه را انتقال او په نویو ځایونو کې ځای پرځای شول.»
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه يې وسله والو کسانو له خوا د خروار ولسوالۍ په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې د «خوجاانګور» او «پنج پای» سيمو ترمنځ د افغان ځواکونو يوازينی قرارګاه له ټولو مهماتو سره يو ځای د دوی د کسانو لاسته ورغلي دي.
د خروار ولسوالۍ د سقوط او شاتګ په اړه بېلابېل راپورونه په داسې مهال دي چې له کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې ميشتو افغان امنيتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.
