جلال اباد ښار کې د ماسک اچول جبري شول

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ولایتي ادارې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې ماسک اچول جبري کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په مشرۍ مسوولینو په پرېکنده ډول د ماسک اچولو پرېکړه کړې.

د خوږیاڼي په خبره د ښاغلي امرخېل په مشرۍ کرونا ویروس سره د مبارزې کمیټې په جلال اباد ښار کې په ټولو ښاریانو د ماسک اچول جبري کیدو پرېکړه وکړه، چې سرغړونکو سره به د پولیسو له لورې جدي چلند ترسره شي.

خوږیاڼی وایي، همدا راز ښار ته به هغه وسایط نه را پرېښودل کیږي چې په کې ناست کسانو ماسک نه وي اچولی. د خوږیاڼي په خبره جلال اباد ښاروالۍ، اصنافو او پولیسو ته دنده ورکړل شوه، چې سر له سبا په ښار کې د ګڼې ګوڼې د ټولو سیمو مخنیوی وکړي، هالونه او سپورټي کلبونه وتړي، هوټلونو کې د لس کسانو څخه د ډیرو مخنیوی وکړي او تفریحي پارکونو کې وقایوي برخې ته پاملرنه وکړي.

خوږیاڼی زیاتوي: «د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې له مخې پر ټولو ښاریانو د ماسک اچول جبري شول، سرغړوونکو سره به یې د پولیسو له لوري جدي چلند وشي او همدا شان به تفریح ځایونو کې روغتیایي لارښوونو ته پام کیږي.»

نوموړی وایي، همدا شان پوهنې او حج اواوقافو ادارو ته دنده ورکړل شوې، چې د مدرسو په ګډون په ټولو تعلیمي مرکزونو د مرکز له لورې د تړل کېدو پرېکړه تطبیق کړي او جوماتونو کې د لمانځه پر مهال فاصله او ماسک اچولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه