اطلاعات روز: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ختیځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي، ځمکنیو او ځانګړیو عملیاتو کې ۸۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۴ ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند سیدمقصود صاحبزاده نن (شنبه، ۲۹ دغبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا وسله وال د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د ننګرهار په هسکه مېنه، خوږیاڼو، اچین او پچیراګام، د کونړ ولایت په غازي اباد او د لغمان ولایت په الیشنګ، الینګار او مرکز مهترلام اړوند سیمو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
ښاغلی صاحبزاده وایي، وژل شویو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر مهم قومندانان هم شامل دي او د عملیاتو پر مهال یو وسله وال ژوندی هم نیول شوی دی.
د نوموړي په خبره د دغو عملیاتو پر مهال د طالبانو مهم مرکزونه، وسلې، مهمات، تجهیزات او وسایط له منځه وړل شوي دي او ځینې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
صاحبزاده زیاتوي: «په تیرو ۲۴ ساعتونو د ختیځ په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۸۸ وسله وال طالبان وژل شوی او ۳۴ نور ټپیان دي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.»
وسله والو طالبانو بیا په ختیځو ولایتونو کې حکومتي لورې ته د مرګ – ژوبلې اوښتو ادعا کوي.
