اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، کوزې پښتونخوا کې ځینو ځایي خلکو د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د کښتۍ یو تن ډوب شوي جسد ته قبر کنلی و، خو د یو شمېر نورو خلکو له خوا یې مخینوی شوی او کندل شوی قبر یې بېرته ډک کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۲۹ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه تن چې نږدې دوه اونۍ وړاندې له یو شمېر نورو سره د کښتۍ ډوبېدو سره غرق شوی و، اوبو یې جسد پښتونخوا ته رسولی و.
خوږیاڼي زیاتوي: «نږدې دوه اونۍ وړاندې چې کومه کښتۍ د بهسود په ګردي کڅ سیمه کې اوبو وړې وه او خلک هم اوبو وړي وو، نو د یو تن جسد یې کوزه پښتونخوا کې موندل شوی او هلته ورته قبر هم وېستل شوی و، خو اجازه نه وه ورکړل شوې، جسد یې د یو تن په مرسته بیرته هیواد ته راولیږل شو.»
اخوا د ننګرهار ولایتي چارواکي هم وایي، د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سیمه کې د کښتۍ یو تن ډوب شوي جسد چې په کوزې پښتونخوا کې موندل شوی وو، ننګرهار ته یې انتقال کړی دی.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له سپرلیو ډکه یوه کښتۍ، چې څه کم ۳۰ تنه په کې سپاره وو په اوبو کې ډوبه شوې وه، خو هغه مهال یې سپرلۍ ټوله د عامو خلکو له لوري ژغورل شوې وه.
