سولې چارو کې د دولت وزیر: طالبان د جګړې او زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی

اطلاعات روز: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سادات نادري وایي، طالبانو ډله د جګړې او زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی.

سیدمنصور سادات نادري دغه څرګندونې نن (پنج شنبه، ۲۸ د غبرګولي) ننګرهار کې د دولت وزارت له لوري ختیځ لپاره د یاد وزارت د دفتر په پرانستغونډه کې چې ولایتي چارواکو، مدني فعالانو او لسګونه ولسي خلکو ګډون کړی وو، وکړې.

غونډې ته په خبرو کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سادات نادري د سولې په برخه کې د دا شان دفترونو پرانیستل کېدل مهم وبلل او ویې ویل، له دې لارې به وکولی شي د ولسي خلکو له راټولو شویو نظریاتو د سولې په مذاکراتو کې ګټه واخلي.

نادري په افغانستان کې د سولې رامنځته کیدل د سیمې د هیوادونو په ګټه بولي. نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې هېڅکله به د زور او جګړې له لارې واک ترلاسه نه کړي.

نادري زیاته کړه: «په افغانستان کې امنیت د سیمې د هیوادونو په ګټه دی، نو په کار ده چې ګاونډي او د سیمې نور هیوادونه په دې برخه کې رښتیني همکاري وکړي، ترڅو وکولای شو چې افغانستان کې سوله راشي او پر طالبانو هم غږ کوو چې تاسې د زور له لارې هیڅ وخت واک ته نه شئ رسېدلی، ترڅو چې سوله ونه کړې، نو لازمه ده چې باید طالبان د سولې خبرو ته کېنئ څو روان بحران پای ته ورسیږي.»

غونډې ته په وینا کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وویل، له کله راهیسې چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي ورسره سم په ټولو ولایتونو د وسله والو طالبانو له لوري جګړو زور اخیستې.

امرخیل د هیواد اوسنی وضعیت اندیښمنونکی وباله او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د سولې په ټپه دریدلې خبرې دې ګړندۍ کړي، څو روانه جګړه پای ومومي.

امرخیل زیاتوي: «متاسفانه له کله راهیسې چې د بهرنیانو وتل پیل شوي په ټولو ولایتونو کې وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړی او پر ملکي خلکو او افغان ځواکونو بریدونه کوي چې دا حالت نه مونږ ته د منلو دی، بلکې ډیر اندیښمنونکی دی غوښتنه مو دا ده چې د جګړې درېدو لپاره دې د سولې خبرې چټکې شي.»

نادري په افغانستان کې د سولې رامنځته کیدل د سیمې د هیوادونو په ګټه بولي. نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې هېڅکله به د زور او جګړې له لارې واک ترلاسه نه کړي.

په همدې حال کې ختیځ کې د سولې په چارو کې د دولت وزرت د دفتر ټاکل شوي رییس فیضان الحق قاضي زاده وویل، هڅه به وکړي چې له دې لارې د قومي مشرانو او د ټولنې د نورو وګړو نظریات راټول او د سولې مذاکراتي پلاوي به یې ور ورسوي.

قاضي زاده زیاته کړه: «ختیځ کې چې کوم د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري دفتر پرانیستل شو، مونږ به هڅه وکړو چې له همدې لارې د خلکو نظریات راټول او د سولې مذاکراتي ټیم ته یې ور ورسوو او په دې برخه کې به له ولسي خلکو، قومي مشرانو او نورو خلکو نظریات اخیستل کیږي.»

د ولسي خلکو په استازولۍ شریف الله ناصري بیا غونډې ته په خبرو کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت له لوري قطر ته په استول شوي پلاوي نیوکې وکړې او ویې ویل، یاد پلاوي څه ډول چې لازمه ده د ولس خلک یې تر نړیوالو نه دی رسولی.

شریف الله ناصري زیاتوي: «کوم پلاوی چې قطر ته تللی هغوی ډیره تجربه نه لري او نه دیني پوهه لري که وي هم ډیر به کمه وي، زمونږ غږ یې هم نه دی رسولی په سم ډول تمه مو دا ده چې په یاد پلاوي کې د ولس له منځه دیني عالمان او مخور هلته ولیږل شوي ترڅو د ولس په سم ډول استازولي وکولای شي.»

د غونډې یو شمیر نورو وینا والو بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د جګړو پر مهال دې د ملکي وګړو د خوندیتوب سربیره عامه تاسیساتو ته زیان نه رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه