اطلاعات روز: د کابل پولیسو قوماندانۍ وایي، د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند «احمدشاه بابا مېنه» کې له یوې رېکشې او یو زرنج موټر سره د مارسیډیز ډوله موټر ټکر له امله، درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کابل پولیسو قوماندانۍ د مطبوعاتو امر بصیر مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (پنجشنبه، ۲۷ د غبرګولي) سهار شاوخوا پنځه بجې د احمدشاه بابا مېنې پر عمومي سړک «استقلال پمپ» ته څېرمه رامنځته شوې.
ښاغلي مجاهد وویل، د مارسډیز موټرچلوونکی پولیسو ۱۲مې حوزې ته له ځان سره وړی او د یادې پېښې رامنځته کېدو په اړه ترې څېړنې روانې دي.
بصیر مجاهد دغه راز وویل، لا څرګنده نه ده چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي که نه، خو په وینا یې چې له څېړنو وروسته به یې په ډاګه کړي.
ټرافیکي پېښې ډېر کله د موټرچلوونکو له بې احتیاطۍ کیږي، خو ښاغلي مجاهد وویلې چې د دې پېښې لامل لا څرګند نه دی.
