اطلاعات روز: ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، پکتیا کې د ۱۱ تنو پاکستاني اتباعو او دوو نامتو قوماندانانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
د تندر قول اردو د مطبوعاتو امر ایمل خان مومند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پاکستانیانو په ګډون دغه طالبان یې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ «بیانخیلو» سیمه کې په نښته کې وژلي دي.
ښاغلي مومند وویل، طالبانو د ۲۰۳ تندر قول اردو د سرحدي ځواکونو په پوسته ډلیز برید وکړ، چې په سیمه کې میشت د دفاعي ځواکونو غبرګون او د هوايي قواوو تر برید لاندې راغلل.
ایمل خان مومند وویل: «په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه یې ټپيان شول، او یو زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم تخريب شول.»
دغه راز ښاغلي مومند وویل، چې په دې نښته کې طالبانو یو موټربم هم الوزولی چې په کې د تندر قول اردو درې سرحدي ځواکونه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
له دې سره هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو دغه برید په شا تمبېدلی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
