پکتیا کې د روانې جګړې ضد لاریون؛ «روانه جګړه افغان وژنه ده»

اطلاعات روز: نن (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) په مرکز ګردېز کې لسګونه کسانو د سولیز لاریون پر مهال د هیواد په ځینو ولایتونو کې د جګړو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې جګړو له امله زیات تلفات ملکي وکړو ته اوړي.

لاریون کوونکي وايي، اوس مهال د پکتیا په ځینو سیمو کې شدېده جګړه روانه ده او ګڼ خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لاریون یو تن ګډونوال خان زمان وویل، روانه جګړه افغان وژنه ده، نو وسله والو مخالفو ډلو ته پکار ده، چې د نورو د ګټو لپاره باید د خپلو افغانانو وینو له تویولو ډډه وکړي.

هغه وویل: «په دې وروستیو کې د هیواد په ځینو ولایتونو او همدارنګه د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی، چې له امله یې ملکي خلکو ته زیات تلفات اوښتي او هغوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، نو زمونږ په طالبانو غږ دا دی، چې د ملکي وګړو ژوند ته باید جدي پام وشي او هغوی ونه ځورول شي.»

د لاریون یو تن ګډونوال خان زمان وویل، روانه جګړه افغان وژنه ده، نو وسله والو مخالفو ډلو ته پکار ده، چې د نورو د ګټو لپاره باید د خپلو افغانانو وینو له تویولو ډډه وکړي.

د لاریون یو بل تن ګډونوال زهیر انګار وايي، د سولې خبرو په ټپه درېدو هم د جګړې شدت ته لاره هواره کړې، نوموړي له ښکېلو سیاسي ډلو غوښتنه وکړه، چې په ټپه درېدلې خبرې باید بیرته پیل او په اوربند ټینګار وشي.

زهیر داسې وايي: «دا جګړه چې شدېده شوې یو لامل یې هم د سولې خبرو درېدل دي، کومې خبرې چې د افغانانو ورته زیاتې هیلې وې، زمونږ بیا هم په طالب استازو او افغان حکومت دا غږ دی، چې د ولس هیلې باید له منځه یو نه وړل شي او د تلپاتې سولې لپاره دې بیرته خبرې پیل شي، تر څو په هیواد کې لومړی اوربند او له هغه وروسته دایمي سوله رامنځته شي، جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او نه هم په تېرو کلونو کې افغانانو ترې ګټه کړې ده.»

د دې لاریون یو بل تن ګډونوال او مدني فعال مجریم ځاځي هم په دې وروستیو کې د جګړو په شدت او د افغان ځواکونو او ملکي تلفاتو په زیاتېدو خواشیني څرګنده کړه او له ښکېلو غاړو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د یو او بل په وړاندې به جګړې لاس واخلي.

نوموړي وویل: «وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې جګړه سخته کړې، یوازې زمونږ د پکتیا په کې ګڼو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، نو زه د یو افغان په صفت په طالبانو دا غږ کوم، چې جګړه دې افغان ژونه ده او ګټه یې هم نور هیوادونو وړي، نو ولې د پردیو لپاره باید خپل ځان او افغان ووژل شي.»

د لاریون یو بل تن ګډونوال زهیر انګار وايي، د سولې خبرو په ټپه درېدو هم د جګړې شدت ته لاره هواره کړې، نوموړي له ښکېلو سیاسي ډلو غوښتنه وکړه، چې په ټپه درېدلې خبرې باید بیرته پیل او په اوربند ټینګار وشي.

په ګردېز کې د نن ورځې لاریون تنظیمونکی سید جمال الدین اصف خېل بیا وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د پکتیا په زرمت، روحاني بابا، ځاځي اریوب او ځینو نورو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې کړې، چې له امله یې خلک ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، هغه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د لارو تړل کېدو او مخابراتي شبکو له بندېدو باید ډډه وشي، دا ځکه چې له دې ولسي خلک ګټه پورته کوي.

ښاغلي اصف خېل وویل: «له شاوخوا دریو اونیو راهیسې په پکتیا کې د ځینو سیمو مخابراتي شبکې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې، چې د دې له امله ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، زمونږ غوښتنه او هیله دا ده، چې طالبان او نورې ډلې چې د عامه خدماتو خنډ ګرځي، باید چې تر ډډه وکړي.»

د پکتیا اوسېدونکي په داسې حال کې د جګړې بندېدو او اوربند غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د ځینو نورو ولایتونو په ګډه د پکتیا په زرمت، روحاني بابا، میرزکه، احمدخېلو، احمدابا او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې له امله یې له مرکز ګردېز سره د زرمت او ختیځو نهو ولسوالیو لاره د دولتي کسانو د تګ او راتګ په مخ تړل شوې ده، چې له امله یې ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه