ننګرهار کې د ۴ واکسیناتورانو وژنه؛ د پولیو واکسین تطبیقول تر نامالومې نېټې وځنډېده

اطلاعات روز: ننګرهار د عامې روغتیا ریاست اړوند کتلوي معافیت څانګې مشر او ختیځ کې د پولیو مسول ډاکټرجان محمد صاحبزاده وایي، په دې ولایت کې یې د کارکوونکو له وژلو سره سم، د پولیو واکسین تطبیق تر نامالومې نېټې وځنډوه.

محمد صاحبزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نامالومو وسله والو نن سهار (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) د دې ولایت په مختلفو سیمو کې څلور ځایه پر واکسیناتورانو بریدونه کړي چې له امله یې ۴ واکسیناتوران وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې چې یو تن واکسیناتور وژل شوی او یو په کې ټپي شوی دی.

د ښاغلي صاحبزاده په وینا، دویمه پېښه د سره رود ولسوالۍ «باولۍ» سیمه کې شوې چې دوه واکسیناتوران په کې وژل شوي. درېیمه پېښه چې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې شوې، دوه واکسیناتوران په کې ټپیان شوي او څلورمه پېښه چې د خوږیاڼو د «کږې بازار» سره نېږدې شوې، یو واکسیناتور په کې وژل شوی دی.

د صاحبزاده په خبره وژل شوي کسان ټول نارینه دي. ده زیاته کړه، چې له دې پېښو سره هم مهاله یې په ټول ننګرهار کې د پولیو د واکسین د تطبیق پروسه تر نامالوم وخته ځنډولې ده.

خو بل لور ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو د نن ورځې په بریدونو کې یو تن واکسیناتور وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو میاشتې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې پر درېیو ښځينه واکسیناتورانو د نامالومو وسله والو له خوا برید شوی وو، چې درې تنه واکسیناتورانې په کې وژل شوې وې.

د هېواد په ډیری ولایتونو کې تېره ورځ د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو او مسوولینو یې ویلي و، چې نن او سبا ورځ به دوام ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه