اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیکا کې دوه پاکستاني وګړي د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) ویلي، چې دغه دوه پاکستاني وګړي نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو لړ موخیزو اوپراتیفي عملیاتو کې نیولي دي.
یاد وزارت وایي، یادو کسانو ۱۷ میله کلاشینکوف وسلې، ۵۵ قبضې تومانچې او د سپکو وسلو ۵۶ کارتنه مهمات په یو عراده مازدا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او له پاکستان څخه یې پکتیکا ته قاچاق کړي وو.
