اطلاعات روز: نن سهار شاوخوا لس بجې د پکتيا ولايت زرمت ولسوالي اړوند «مموزيو» سيمه کې د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماين د ملکي وګړو په سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې په کې سپاره درې کسان وژل شوي دي.
د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، چې دا کسان نن سهار (دوشنبه، ۲۴ د غبرګولي) له زرمت ولسوالي څخه د مرکز ګردېز په لوري را روان و، چې د وسله والو طالبانو له خوا په خښ کړل شوي ماين ور برابر شوي دي.
اميري زياتوي، چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو زرمت ولسوالي ته په غځېدلو لويو لارو کې ماينونه ځای پر ځای کړي، چې ډیری وخت د ملکي خلکو په موټرو چاودنه کوي.
له دې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د مرکز ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د سړک له غاړې ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان ووژل.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
