اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مقام وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت سیدکرم ولیوالۍ کې يو روغتيايي مرکز په بمونو ويجاړ کړی دی.
د پکتيا له ولايت مقام څخه په نننۍ (یکشنبه، ۲۳ د غبرګولي) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بېګاه شپه وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالي کې یو روغتيايي مرکز په بمونو ويجاړ کړی، چې اوس يې د رغونې چارې روانې دي.
خبرپاڼه زياتوي، دې روغتيايي مرکز ته ۷۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې او ۷۰ سلنه کارونه يې هم بشپړ شوي و.
د سيدکرم ولسوالي يو تن اوسېدونکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو طالبانو دا روغتيايي مرکز د هغه ګواښ له امله ويجاړ کړی، چې اړوند شرکت ورته په دې پروژه کې لس سلنه پيسې نه وې ورکړې. وسله والو طالبانو بیا د دې روغتون ويجاړونه رد کړه.
