ننګرهار کې مېرمنې طالبانو او حکومت ته: د جګړو پر ځای د سولې خبرې مخ ته یوسئ

اطلاعات روز: ننګرهار کې ښځينه لاریونوالو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې روانه جګړه دې ودروي.

ننګرهار کې لسګونه ښځينه مدني فعالانو او میرمنو نن (یکشنبه، ۲۳ د غبرګولي) د یو لاریون پر مهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې په هیواد کې راوانه جګړه ودروي او اوربند دې اعلان کړي.

د لاریون ګډونوالو میرمنو د روانې جګړې د درېدو ترڅنګ د سولې په ټپه درېدلو خبرو پر بیا پیل ټینګار کاوه.

د لاریون یوې ګډنوالې مقدسې سالارزۍ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له ننني لاريون څخه يې موخه د افغان جګړې پای ته رسېدل، د اوربند غوښتنه او له افغان ځواکونو ملاتړ دی.

سالارزۍ زیاته کړه: «ډېرو ولايتونو او ولسواليو کې جګړو زور اخېستی، هغه هم په داسې حالاتو کې چې د سولې خبرې روانې دي، نو دا بې مانا خبرې دي چې هم د سولې خبرې روانې دي او هم مو جګړو ته زور ورکړی دی. ښځې وژنئ، ماشومان وژنئ، مکتب سوځوئ غنم سوځوئ، کورونو ته اور اچوئ، دوی تاسو ته څه بد رسولي دي.»

د لاریون ګډونوالو میرمنو د روانې جګړې د درېدو ترڅنګ د سولې په ټپه درېدلو خبرو پر بیا پیل ټینګار کاوه.

مېرمنو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې وروستیو ناامنینو زیاتیدو ته اندیښنه وښوده او له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې د سولې پر خبرو تمرکز وکړي.

د لاريون یوې ګډونوالې ثنا نوري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او دغه راز یې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جګړو پر مهال دې د ملکي وګړو د ژوندي خوندیتوب ته پام وکړي.

ثنا نوري زیاتوي: «مونږ د هیواد په یو شمیر سیمو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې زیاتېدو هم اندیښمن کړي یو او همدارانګه د جګړو ډیروالي ته هم خپه یو، که هر لورې ته وژل کیږي نو دوی افغانان دي، هیله ده چې طالبان او حکومت د جګړو پر ځای د سولې خبرې مخې ته یوسي او جګړه پای ته ورسويږ»

د لاریون یو شمیر ګډونوالې هغه میرمنې وې، چې د جګړو پر مهال یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

سهيلا یوه له دغه میرمنو ده، چې د روانو جګړو پر مهال یې خپل خاوند له لاسه ورکړی او اوسمهال د کورنۍ سرپرستي کوي هغه وايي، حکومت او طالبان دې جګړه ودروي او ټولې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

سهیلا زیاتوي: «ما د جګړو پرمهال خپل خاوند له لاسه ورکړی، اوسمهال د ټولې کورنۍ سرپرستي کوم، څوک چې په روانو جګړو کې قرباني کیږي ټول ولسي او بې ګناه خلک دي له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې نور دې جګړه ودروي او د خبرو له لارې دې روانه تپل شوې جګړه پای ته ورسوي.»

ننګرهارمیشتې ښځينه فعالانې داسې مهال د جګړې د درېدو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي، چې ډیر کله یې قربانیان ملکي وګړي وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه