اطلاعات روز: ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وایي، د ننګرهار ولایت اچین او سپین غر ولسوالیو کې ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (یکشنبه، ۲۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ننګرهار ولایت اچین او سپین غر ولسوالیو «پېښې» او «مامند درې» سیمو کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د ځوابیه بریدونو پایله کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
هغه وایي، په یاده نښته کې دوه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
صاحبزاده زیاتوي: «تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۳۳ طالبان ووژل شول او ۲۲ نور تپیان شوي دي او هم دوه سرتیري وژل شوي او ۵ نور تپیان شوي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
