ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه (دوشنبه، ۲۶لړم) دفاعي او امنیتي ځواکونو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر لاره اچولو سره، د دې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا ډېرې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې په دغو عملیاتو کې لسګونه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د یاد وزارت خبرپاڼې په وینا، چې دمګړۍ هم عملیات په شدت سره روان دي او امنیتي ځواکونو د پرمختګ حال کې دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې پاتې سیمې به هم ژر د طالبانو له شتونه پاکې شي.
تېره ورځ د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي ویلي و، چې د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
ښاغلي ایوبي پرون (دوشنبه، ۲۶لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې د پولیسو قوماندانۍ او دشت ارچي ولسوالۍ ودانیو په ګډون د دې ولسوالۍ مرکزي نقطې د طالب جنګیالیو په لاس سقوط کړی دی.
هغه دغه راز ویلي و، چې طالبانو دوه شپې وړاندې پر دې ولسوالۍ له څلور خواوو بریدونه پیل کړي ول.
خو د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي بیا د طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ سقوط رد کړ.
دغه راز د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو هم د یادې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی و او هلته یې د تازه دمو ځواکونو استولو خبره کړې وه.
کندوز د هېواد په شمال ختیځ کې یو ناامنه ولسوالي ده، چې په ځینو سیمو کې یې وسله وال طالبان شتون لري.
