طالبانو د پکتیا – پکتیکا لویه لاره تړلې ده

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې ځایي خلک وایي، د دې ولایت په زرمت ولسوالي کې جګړو زور اخیستی، چې له امله یې د پکتیا – پکتیکا ولایتونو لاره تړل شوې.

زرمت د پکتیا نسبتا ناامنه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، شاوخوا یوه میاشت کیږي، چې په دې ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، چې د ځايي خلکو په وینا له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا – پکتیکا ولایتونو ترمنځ لویې لارې د خلکو د تګ او راتګ په مخ تړل شوې دي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، شاوخوا اونۍ کیږي، چې لویې لارې، د زرمت تعمیر بازار او روغتیايي مرکزونه د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي او خلکو ته ویل شوي، چې له کورونو ووځي.

دوی وايي، د زرمت ولسوالي له بېلابېلو سیمو لسګونه کورنۍ مرکز ګردېز او ګاونډي پکتیکا ولایتونو ته کډه شوې دي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

قومي مشر الف خان زرمتي اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې یې ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په خبره یې که افغان حکومت د روان ناسم وضعیت د کابو کولو لپار ه لاس په کار نه شي، نو سیمه کې به لوی ناورین رامنځته شي.

هغه وايي: «مونږ دلته په یو کرکجن حالت کې له مجبورې ورځې ژوند کوو، طالبانو خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی، ګڼې کورنۍ بېځایه شوې او هغه چې د وتلو وس یې نه درلود، هغوی په خپلو کورونو کې مرګ ته شېبې شماري، بازار مو تړل شوی، روغتون مو همداسې درواخله، دلته په زرمت کې بیخي ناورین روان دی.»

د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، شاوخوا اونۍ کیږي، چې لویې لارې، د زرمت تعمیر بازار او روغتیايي مرکزونه د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي او خلکو ته ویل شوي، چې له کورونو ووځي.

د دې ولسوالي یو بل اوسېدونکی جمیل وايي، له کله راهیسې چې د زرمت تعمیر بازار او ملکي روغتون تړل شوی، نو ناروغان په کورونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغه په خبره چې یوې مېرمنې تېره شپه په کور کې د سختې ناروغي او لارو تړل کېدو له امله ساه ورکړه.

جمیل وویل: «زما د زرمت خلک له یو لوی امتحان سره لاس او ګرېوان دي، داسې کورنۍ هم شته، چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او بازار له تېرو دوو اونیو راهیسې تړل شوی، زمونږ نږدې د یو کلیوال مېرمن بېګاه په خپل کور کې ناروغه وه او ساه یې ورکړه، ځکه لارې ټولې په ماینونو پوښل شوې او خلکو ته له کورونو د باندې وتلو اجازه نه ورکول کیږي.»

په همدې حال کې بیا په مرکز ګردېز کې د زرمت ولسوالي ځینو ځوانانو او قومي مشرانو د روان ناسم امنیتي وضعیت په اړه خبري ناسته رابللې وه، دوی له مرکزي او ولایتي ادارو غوښتنه وکړه، چې په زرمت کې دې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.

د زرمت ولسوالي د قومي شورا مشر  حاجي صابري وویل، که امنیتي چارواکو د زرمت امنیتي وضعیت په اړه په وخت اقدام کړی وای، نو وسله والو طالبانو نشوای کولی، چې لویې او فرعي لارې وتړي او په دې لارو کې ماینونه ځای په ځای کړي.

نوموړي وویل: «زرمت دومره نه نا امنه کېده، که د دې لپاره په وخت اقدام شوی وای، نو هیڅکله به په خلکو لارې نه وای تړل شوې او دوی به نه مجبوره کېدل چې جوړ کورونه پرېږدي، کله چې وسله والو طالبانو لارې جر کړې او ماینونه یې په کې ځای په ځای کړل، نو اوس به حکومت ته ستونزمنه وي، چې لارې ژر خلاصې کړي.»

په همدې حال کې بیا په مرکز ګردېز کې د زرمت ولسوالي ځینو ځوانانو او قومي مشرانو د روان ناسم امنیتي وضعیت په اړه خبري ناسته رابللې وه، دوی له مرکزي او ولایتي ادارو غوښتنه وکړه، چې په زرمت کې دې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.

د دوی په خبره که افغان دولت د روان وضعیت کابو کولو لپاره لاس په کار نه شي، نو سیمه کې به لوی ناروین رامنځته شي.

مدني فعال او د زرمت د ځوانانو شورا غړی سیف الله د زرمت سربېره په روحاني بابا ولسوالي کې هم د جګړو له امله د ځايي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ وباله او وویل، چې یاده ولسوالي د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.

سیف الله داسې وايي: «رزمتیان په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د روحاني بابا ولسوالي اوسېدونکي او د ولسوالي مقام د وسله والو طالبانو له خوا کلابند دی، زمونږ غوښتنه دا ده، چې هلته باید چاڼیز عملیات پیل شي، کنه نو په دې سیمو کې به ملکي وګړي له سختو ستونزو سره مخ شي.»

د پکتيا ولايتي چارواکي بيا وايي، په زرمت کې يې کافي سرتيري ځای په ځای کړي او د دوی په خبره، چې اوس هم د لارې خلاصون او په زرمت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات دوام لري.

د پکتيا والي اطلاعات روز ته وويل، چې په پيل شويو عملياتو کې تر دې دمه لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله اړولې.

په همدې حال کې بيا وسله وال طالبان هم زرمت ته د ابراهيم خېلو لويې لارې د تړل کیدو خبره مني، خو وايي، چې د خلکو تګ او راتګ لپاره يې د بديل په ډول د چوڼۍ لاره پرانيستې ده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پکتيا د ولايتي چارواکو دا ادعا چې د دوی کسانو ته يې مرګ، ژوبله اړولې په کلکه ردوي او زياتوي، چې اوس هم په زرمت کې

په دې وروستیو کې د پکتیا په ځینو سیمو کې د جګړو ټغر پراخ شوی، د زرمت او روحاني بابا په ګډون په میرزکې، احمدخېلو او احمد ابا ولسوالیو کې له تېرې شپې راهیسې جګړې روانې دي، چې دواړه غاړې یو بل ته د ځاني تلفاتو ادعا کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه