اطلاعات روز: د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان به وپېژني او به یې ځپي چې د کابل دویمې حوزې اړوند قوای مرکز سیمې له هټۍ والو باج غواړي.
د کابل ښار قوای مرکز سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې له څو ورځو راهیسې د دې سیمې هټۍ او مارکېټونه له دې امله تړل شوي، چې د «حسیب قوای مرکز» په نوم کوم کس له هرې هټۍ ۳۰ زره ډالر باج غوښتنه کړې.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن (پنجشنبه، ۲۰ د غبرګولي) وویلې، چې په دې اړه پولیسو ته کوم شکایت نه دی رسېدلی او کوم چا چې هټۍ بندې کړي، حوزې ته یې مراجعه نه ده کړې.
خو ښاغلی ارین دغو هټۍ والو ته ډاډ ورکوي چې هېڅوک به ترې باج وا نه خلي. هغه زیاتوي: «نن ورځ د هټۍ والو له استازو سره لیدل شوي او ډاډ ورکړل شو، چې څوک ترې د اخاذیو حق نه لري او موږ به ورسره په اړیکه کې یو.»
طارق ارین دغه راز وایي، د اړوندې حوزې امر دنده اخیستې، چې له دغو هټۍ والو سره هره شېبه اړیکه کې واوسي او ترې وغوښتل شول هرې پېښې سره چې مخ کیږي، پولیس دې په جریان کې کړي او په وینا یې له هغې پرته هم پولیسو دنده اخیستې چې د دې قضیو جریان کې و اوسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، څوک چې د باج اخیستو نیت لري، هغوی به ژر وپېژندل شي او په وینا یې چې وبه ځپل شي.
