د پکتیا احمدابا ولسوالي کې خلک له ګڼو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي

اطلاعات روز: احمدابا د پکتیا مرکز ګردېز ته تر ټولو نږدې او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، خو ځايي خلک او د ولایتي شورا ځینې غړي په دې ولسوالي کې له شته روغتیايي خدمتونو خوښ نه دي او وايي، نفوسو ته په کتو شته خدامات بسنه نه کوي.

 په روغتون کې د مسلکي ډاکټرانو او درملو کموالی د دې لامل شوی، چې د ناروغانو درملنه یې ټکنۍ کړې ده.

د دې ستونزې د هواري په موخه نن په یاده ولسوالي کې د تشویقي بودیجې له اړخه د ۱۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې، د کار د پیل په مهال د پکتیا والي حلیم فدايي وویل، چې د دې CHC روغتیايي مرکز  جوړېدونکې ودانۍ به د اتو بسترونو په درلودلو سره ۱۵ خونې ولري او د هغه په خبره چې د یو کال په موده کې به یې ټول کارونه بشپړ شي.

حلیم فدايي وايي: «نن چې مونږ د کوم روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې، دا CHC  روغتون به ى شاوخوا 16 ميليونه افغانيو په لګښت جوړیږي او ۱۵ خونې به ولري، چې په دې سره به په احمد ابا ولسوالي کې د خلکو روغتیايي ستونزې ورسره هوارې شي او د دې مرکز لګښت د تشویقي  بودیجې څخه ورکړل شوی دی.»

 په روغتون کې د مسلکي ډاکټرانو او درملو کموالی د دې لامل شوی، چې د ناروغانو درملنه یې ټکنۍ کړې ده.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري د احمدابا ولسوالي د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې جدي بولي او له روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي، چې همدې جوړېدونکي روغتیايي مرکز ته باید کافي درمل، مسلکي ډاکټران او نور ټول امکانات په واک کې ورکړل شي.

قادري په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وویل: «په احمد ابا ولسوالي کې د خلکو نفوس هم ډېر دی او بله مسله د ناروغانو ده، چې اوس یې په کلینک کې په سمه توګه درملنه نه کیږي، ځکه درمل کم دي، ډاکټران هم کله وي او کله نه وي، او بل کوم CHC  مرکز چې جوړیږي، نو دې ته باید ټول امکانات هم برابر شي.»

د ولایتي شورا یو بل غړی جنت خان څمکنی بیا د احمد ابا ولسوالي ترڅنګ د پکتیا په ګڼو نورو روغتیايي مرکزونو کې هم د ستونزو یادونه کوي او لامل یې د همدې روغتیايي مرکزونو قرار دادي «هیواد» موسسه یادوي، چې پر وخت اړونده مرکزونو ته درمل او نور وسایل نه ورکوي.

نوموړي وویل: «پکتیا کې له کلونو راهیسې د هیواد په نوم یوه قرار دادي موسسه دلته فعالیت کوي، دا موسسه څومره چې لازمه ده، هماغسې یې خدامات نه دي وړاندې کړي، روغتونونو ته په وخت درمل نه استوي، ډاکټرانو ته په وخت تنخوا نه ورکوي او داسې نورې ګڼې ستونزې شته، چې د دې موسسې دلاسه زمونږ روغتیايي خدمتونه ټکني دي.»

د پکتیا د احمد ابا ولسوالي اوسېدونکی جمل الرحمان دوی ته په سیمه کې د روغتیايي مرکز جوړېدل مهم اقدام بولي او وايي، چې په دې سره به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.

د نوموړي په وینا چې اوس مهال ګڼ خلک د سورکي ملنګ کلینیک پر ځای خپل ناروغان مرکز ګردېز ته د درملنې په موخه استوي.

هغه وايي: «مونږ نن ډېر خوښ یو، چې په سیمه کې راته روغتیايي مرکز جوړيږي، دلته مونږ یو کلینیک لرو، خو په هغه کې کله ډاکټر نه وي او کله هم درمل، نو خلک خپل ناروغان د ګردېز حوزوي روغتون ته لېږي، که دا مرکز مونږ ته جوړ شي، نو بیا خلک نه مجبوریږي، چې د عادي ناروغۍ لپاره هم خپل ناروغ ګردېز ته ولېږي.»

خلک یوازې په احمدابا کې نه دي، چې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي، بلکې د دې ولایت په زرمت، ځدارڼو، ځاځي اریوب او ځینو نورو ولسوالیو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او پړه یې د هیواد په نوم په قرار دادي موسسې ور اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه