اطلاعات روز: د لوګر ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز پل علم کې یو ځایي پخوانی خبریال د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې لګېدلې او وژل شوی.
د لوګر د والي وياند دیدار لونګ اطلاعات روز ته وويل، چې نن (چهارشنبه، ۱۹ د غبرګولي) غرمه ۱۱ بجې د لوګر ولايت مرکز پل عالم اړوند «کلنګار» سيمه کې يو محلي خبريال حفيظ الله حقپرست د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوې نښتې پر مهال په ډزو سره وژل شوی دی.
لونګ زياتوي، چې حقپرست اوس مهال له کومې رسنۍ سره کار نه کاوه، خو له دې وړاندې يې په ملي پيغام او ملي پيوند په سيمه ييزو راډيوګانو کې دنده ترسره کوله.
د دې خبريال د کورنۍ غړي بيا وايي، چې حقپرست په سيمه کې د افغان ځواکونو په ډزو سره، هغه مهال وژل شوی چې په کرنه بوخت و، خو د والي وياند دیدار لونګ بيا وايي، چې په دې اړه به څېړنې وکړي.
د لوګر ولايت سيمه ييز خبريالان دې پېښې اندېښمن کړي او له امنيتي ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی د ژوند خونديتوب ته بايد جدي پام وشي.
لوګر د سويل ختيځ زون له نا امنه ولايتونو ګڼل کيږي، چې وخت نا وخت د جګړو او هدفي وژنو پېښې په کې ترسره کيږي.
