سبا افغان، پاکستاني او سعودي عالمان د «افغان جګړې پر مشروعیت» بحث کوي

اطلاعات روز: د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د سعودي عربستان په کوربه توب او د «رابطه عالم اسلامي» تر مشرۍ لاندې د افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو عالمان د افغان جګړې پر مشروعیت بحث لپاره کنفرانس جوړوي.

د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه کنفرانس به سبا (پنجشنبه، د غبرګولي په ۲۰مه) سعودي عربستان کې جوړ او د افغان جګړې پر مشروعیت به بحث وشي.

ښاغلی حسینی وایي، په دې کنفرانس کې به د پاکستان د دیني چارو وزیر، د پاکستان د عالمانو مشر او د پاکستان نور نامتو او ستر دیني عالمان ګډون وکړي. دغه راز به د افغانستان حج او اقافو وزیر، سعودي کې د افغانستان او پاکستان سفیران او د رابطه عالم اسلامی مشر به په کې ګډون کوي.

د یاد وزارت ویاند وویل: «دوی په سوله کې د عالمانو پر رول او همدارنګه د افغانستان سولې له لړۍ د دغو عالمانو ملاتړ، د مسلمان او وروژنې بحث او همدارنګه اسلام کې د سولې پر ارزښت او د سیمې پر امنیت بحث کیږي.»

د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني په دې یو ورځني کنفرانس کې د پاکستان د سترو ګډون کوونکو عالمانو له ډلې یو هم محمد تقي عثماني یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ده ترڅنګ به نور پاکستاني نامتو عالمان هم ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه بهرني ځواکونو په وتو دي او د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې د همدې روان زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۱مې به له دې هېواده خپل ټول ځواکونه وباسي.

طالبانو چې تل ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون له امله جنګیږي، خو اوس چې دغه ځواکونه وځي او ترڅنګ یې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم په وقفه یي ډول روانې دي، څرګنده نه ده چې د دوی تر وتلو وروسته به یاده ډله خپل جنګ غځوي او که نه؟

له دې وړاندې هم په سعودي عربستان، نایجېریا، مالیزیا، کوېټ او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان د شخړې پر موضوع ورته کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې دي.

په دې غونډو کې افغانستان کې روانه جګړه نامشروع او «ورور وژنه» بلل شوې وه او پر طالبانو د جګړې پای ته رسولو غږ شوی و، خو طالبانو ډلې بیا د دې کنفرانسونو دغه پرېکړه رد او ویلي و، چې دوی د «اشغال» پر وړاندې مبارزه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه