اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي، هرات ولایت کې د ۱۳۲ کیلوولټ وارداتي برښنا مزي یوه پایه په ماین الوزول شوې ده.
د افغانستان برښنا شرکت پر خپل فیسبوکپاڼې خپرې شوې یوې خبرپانه کې ویلي، چې نن (سه شنبه، ۱۸ د غبرګولي) سهار ۶ بجې د «روښنایي دښمنانو» د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ، کمانه سیمه کې له ایرانه د راتلونکې وارداتي برېښنا مزي یوه پایه په ماین الوزولې، چې له امله یې په هرات وارداتي برېښنا پرې شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، د برښنا تخنیکي ټیم هڅه کوي، چې ژر تر ژره رامنځته شوې ستونزه حل او د هرات برښنا بېرته ونښلوي.
اخوا بیا د هېواد شمال کې بېګا شپه (دوشنبه، ۱۷ د غبرګولي) د وارداتي برښنا بلې پایې په بمونو الوزولو سره پر کابل او نورو ولایتونو برښنا پرې شوه. د افغانستان برښنا شرکت د بېګانیو خپرو شویو مالوماتو له مخې دغه پایه د سالنګ ولسوالۍ اهنګرانو سیمه راپرځول شوې ده.
یاد شرکت ویلي چې د برښنا عادلانه وېش لپاره به د اکسېجن له تولید پرته د دولتي بنسټونو، سوداګریزو سیمو او کارخونو برښنا پرې او لومړیتوب به بې وزلو او منځنۍ کچې خلکو، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته ورکړي. دغه راز اضافي برښنا به د امنیتي بنسټونو په ګډون نورو دولتي بنستونو ته ووېشي.
د افغانستان برښنا شرکت وایي، په ورته مهال به د دوی تخنیکې ډلې د وارداتي برښنا تړلو لپاره هڅې وکړي.
