اطلاعات روز: د افغانستان لویه څارنوالي وایي، لوګر ولایت کې د استیناف څارنوالۍ د تحقیق څارنوال محمد زمان په یو «تروریستي» برید کې وژل شوی دی.
لویې څارنوالۍ پر خپل فیسبوکپاڼې خپرې شوې یوې خبرپاڼه کې وایي، دغه څارنوال پرون (دوشنبه، ۱۸ د غبرګولي) د لوګر مرکز پل علم لومړۍ حوزې سیمه کې وژل شوی دی.
لویې څارنوالۍ په دې اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې د «جدي» څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی او په وینا یې چې د یادې پېښې عاملین به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
لویې څارنوالۍ په دوام کې لیکلي چې دا ډول «ناوړه» کړنې به د عدالت د ټینګښت او د قانون حاکمیت برخه کې د دې ادارې پر هوډ کومه اغېزه و نه کړي.
اعلامیې زیاته کړې: «د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په غښتلې ارادې ټولو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.»
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم په ورته پېښو کې د لویې څارنوالۍ څارنوالانو خپل ژوند بایللی دی.
