ننګرهار کې مېرمنې: ښکېل لوري دې د جنګ پر ځای د سولې هڅې ګړندۍ کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار د ښځو چارو ریاست له خوا د افغان سولې په تړاو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه راټولې شوې میرمنې د جګړو شدت ته اندېښمنې دي او وایي، د نورو برخو تر څنګ یې لوی زیان دوی ته هم وراړولی.

دغه ناسته چې نن (دوشنبه، ۱۷ د غبرګولي) ترسره شوه، یوې ګډونوالې یې وګمې بارکزۍ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که جګړه کې ښکېل اړخونه د سر زیان ویني، نو ولسي خلک هم تر خوندي نه دي او غواړي، د جګړې پر ځای ښکېل اړخونه د سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

وګمې بارکزۍ زیاته کړه: «مونږ په هیواد کې روانو جګړو ډیرې اندیښمنې کړې یو او له وسله والو طالبانو غواړو چې نور دې جګړه ودروي او سوله دې وکړي ځکه مونږ دې حالت ډیر اندیښمن کړې یو، د روانې جګړې زیاتره قربانیانې میرمنې دي په جګړه کې که هر اړخ ته څوک وژل کیږي نو اولاد یې دی.»

د غونډې یوه بله میرمن تورپیکۍ له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تر هغې وروسته چې هېواد کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي د مېرمنو د کار او زده کړو بهیر یې هم ټکنی کړی او ګن شمیر يې په ډاډه زړه خپلې چارې سرته نشي رسولي.

تورپیکۍ زیاتوي: «د جګړو د زیاتیدو سره مونږ زده کړو ته هم زړه نه ښه کوو او زیاتره ښځې خو د امنیتي ستونزو له امله دندو ته هم نه ځي او لوی لامل یې دا دی چې امنیت خراب دی هره ورځ میرمنې او نارینه دواړه وژل کیږي او قاتل یې مالوم نه دی نو دا حالت هیچا ته د منلو نه دی.»

په ورته مهال د ننګرهار د ښځو چارو مشره فتانه عزیز وایي، دوی د دې ولایت په بېلابیلو سیمو کې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې او غوښتنو په تړاو پروګرامونه کړي او له همدې لارې به د سولې په تړاو راټول شوي نظریات په مذاکراتو کې د بحث لپاره یې تر لوړو پوړو مسوولینو رسوي.

فتانه عزیز زیاته کړه: «کوم پروګرام چې نن جوړ شوی مونږ به له همدې لارې د میرمنو نظرونه راوخلو د سولې په اړه او د سولې له مرکچي پلاوي سره به یې شریک کړو تر څو له دوی هم نظر واخیستل شي او دا لړۍ د هیواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوې چې دلته ننګرهار کې هم روانه ده.»

د سولې خبرو د سړېدو سره هم مهاله د جګړو شدت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوي او تر دې وړاندې د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې د سولې په ملاتړ غونډو کې غوښتنه شوې، چې تاوتریخوالی دې کم او د سولې لپاره هڅې زیاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه