د پکتیا مرکز ګردېز کې ماین چاودنې د دوو ښځو په ګډون درې تنه ووژل

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۵ ملکيانو ته مرګ – ژوبله واړوله.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل نن (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د مرکز ګردېز اړوند ابراهيم خېلو په سيمه کې د سړک له غاړې ځای پر ځای شوي ماين د ملکي وګړو په کرولا ډوله موټر چاودنه کړې، چې د ښځو په ګډون يې پنځو کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې.

ښاغلی امیري وایي، پېښه کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون دوه کسان په کې ټپيان دي.

اميري زياتوي، چې وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي، چې له ابراهيم خېلو سيمې د ګردېز ښار پر لوري روان ول.

د هغه په خبره چې ټپيان د پکتيا حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

تراوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

په دې وروستيو کې د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې چاودنو او هدفي وژنو زور اخيستی، چې تر ډېره په کې ملکي وګړو ته زيان اوړي.

دې پېښو خلک سخت اندیښمن کړي او له امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي، چې د روان ناسم وضعیت سمون ته بايد هڅی وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه