اطلاعات روز: ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وایي، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د طالبانو د هاوان مرمۍ لېږدوونکی ډرون وېشتلې او له منځه وړې ده.
ختیځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مرستیال ویاند سیدمقصود صاحبزاده نن (شنبه، ۱۵ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دوی اړوند سيمه ییزې اردو بېګاه شپه د ننګرهار ولايت خوږیاڼو ولسوالۍ «قيلغو» سيمه کې د وسله والو طالبانو هغه ډرون کمره ويشتلې، چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو به يې د هاوان مرمۍ غورځولې.
د هغه په خبره د طالبانو دغه کمره په داسې حال کې ويشتل شوې، چې په ياده ساحه کې د سيمه ییزې اردو څوارلسم ټولي باندې يې مرمۍ غورځولو او بريد پلان درلود.
صاحبزاده زیاتوي: «بیګاه شپه افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو هغه ډرون کمره نسکوره کړې، چې پر افغان ځواکونو به یې بریدونه کول. دغه پېښه خوږیانو کې شوې.»
طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
