اطلاعات روز: ختیځ کې د کرونا له امله د خصوصي ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونیزو ادارو د تړل کیدو په اړه د پوهنې وزارت پریکړې ته غبرګون کې دغه ادارې اوس وایي، چې لګول شوی قرنطین باید و نه غځول شي.
ختیځ کې د خصوصي ښوونخیو او پوهنتونونو مسوولین وایي، د کرونا ویروس په رامنځته کېدو او د ښوونیزو ادارو په تړل کیدو سره زرګونه زده کوونکي او زده کړیالان له زده کړو بې برخې شوي دي.
د خصوصي ښوونیځو مالکینو دغه څرکندونې نن (پنجشبه، ۱۳ د غبرګولي) د یوې اعتراضیه ناستې پرمهال وکړې، دوی له حکومت د ښوونیزو ادارو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوله.
ختیځ کې د خصوصي پوهنتونو د اتحادې رییس طارق کمال حکومت له ښوونیزو ادارو سره په توپیري چلند تورنوي او وایي، د پوهنې وزارت یاده پریکړه په خپلسري ډول کړې، چې دوی ته د منلو نه ده.
طارق کمال زیاته کړه: «کومه پریکړه چې حکومت کړې د ښوونیزو ادارو په تړل کیدو سره دا پریکړه مونږ ته هیڅ د منلو وړ نه ده او زمونږ هیله مندي دا ده چې حکومت باید په دې پریکړه له سره غور وکړي او دا ډول پریکړې دې په خپل سري ډول نه کوي له مونږ سره دې مشوره هم وکړي.»

دوی وایې، د ښوونځیو او پوهنتونونو به تړل کیدو سره تدریسی بهیر ټکنی شوی او زده کوونکی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
ختیځ کې د ښوونیزو ادارو د اتحادې رییس ذبیح الله قیس د خپلو خبرو پرمهال له حکومت وغوښتل که ورته د فعالیت اجازه ورکړل شي، د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره به خپل تدریسي بهیر مخ ته یوسي.
ختیځ کې د ښوونیزو ادارو د اتحادې رییس ذبیح الله قیس زیاته کړه: «کومه پریکړه چې حکومت کړې په تدریسي بهیر یې منفي اغیز کړی او له امله یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي، که مونږ ته اجازه راکړل شي نو مونږ به د کرونا څخه د مخنیوي او روغتیایي لارښوونو په پام کې نیول سره خپل بهیر پیل کړو.»
په ختیځو ولایتونو کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادې مشر رئیس الحق ناصري وایي، د خصوصي ښوونځیو په تړل کیدو سره نه یوازې لس زره ښوونکي بې روزګاره شوي بلکې په مالي لحاظ یې هم زیان لیدلی دی.
رییس الحق ناصري زیاته کړه: «د ښوونیزو په رخصتېدو سره نه یوازې دا چې زمونږ زده کوونکي بیسواده ټولنې ته وړاندې کیږي، بلکې مونږ ته یانې د خصوصي ښوونیزو ادارو مالکینو ته په مالي ډول لوی زیان هم اړوي، د تیر کال توانونه مو لا پوره کړې نه وو، چې اوس بیا رخصت شو.»
د خصوصي ښوونیزو ادارو مسوولینو په یو پریکړه لیک د ښوونیزو ادارو د ژر پیلیدو غوښتنې ترڅنګ له حکومت د قرنطین د نه غخیدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي مدني حرکتونه به پیل کړي.
پریکړه لیک د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحادې رییس محمد کریم ناصري ولوست، چې په کې راغلي و: «که چیرې زمونږ غوښتنې ونه منل شي مونږ به مدني حرکتونه پیل کړو، د رحصتیدو په ختمیدو سره مونږ بیرته د تعلیمي ادارو بهیر بیا پیلوو، له حکومت غواړو چې د قرنطین وخت دې نو نه غځوي ځکه له امله یې تدریسي بهیر له ستونزو سره مخ کیږي، په دا ډول پریکړو کې زمونږ نظر واخیستل شي.»
په ورته مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ښوونځیو ته د پرانیستل کیدو او تړل کیدو پریکړه له خپلې وسې پورته ګڼي خو هیله من دی چې د پوهنې وزارت به یادې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
اصف شینواری زیاتوي: «د پوهنې وزارت چې د ښوونځيو او نورو ښوونیزو ادارو د بندیدو پریکړه کړې، دا یوه قانوني پریکړه ده او هیڅوک نشی کولای چې له دې سرغړونه وکړي که هره ښوونیزه اداره ترې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي او همدارنګه پوهنې وزارت په یو ځانګړي طرزالعمل کار پیل کړی دی، چې له مخې به یې پاتې ازموینو لپاره خاص مهالویش اعلان شي د هماغې له مخې به ازموینې اخیستل کیږي.»
ختیځ کې داسې مهال د ښوونیزو ادارو د پرانیستې غوښتنه کیږي چې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې ورځ تربلې په مرکز کابل او ولایتونو کې د کرونا بر دریمې څپې د اخته کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
دغه راز نن د عامې روغتیا چارسمبالي وحید مجروح وویل، چې دوی نن بېړنۍ ناسته لري او په وینا یې چې ښایي د کرونا زیاتېدو له امله لا نور محدودیتونه ولګوي.
