د روغتیا سرپرست وزیر: د اکسېجن کمښت سره مخ یو

اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی وزیر وحید مجروح وایي، د کووېډ۱۹ ناروغۍ درملنې مرکزونو کې د اکسېجن کمښت ګواښ سره مخ دي.

د عامې روغتیا چارسمبالي نن (پنجشنبه، ۱۳ د غبرګولي) د کابل لوېدیځ کې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د محمدعلي جناح روغتون سلو بسترونو ځانګړي کولو پرانسته کې کې وویل، چې کرونا لپاره ځانګړي شوي روغتونونه په طبي وسایلو سمبال، خو د اکسېجن له کمښت سره مخ دي.

د ښاغلي مجروح په وینا، کابل کې د اکسېجن تولید اووه فابریکې فعالې دي، خو په وینا یې چې دوی له روغتیا وزارت سره د ژمنې او بازار غوښتنه نه شي پوره کولی.

ده زیاته کړه: «کابل کې د کرونا درملنې دوه نور په طبي تجهیزاتو مجهز روغتونونه هم شته، خو د اکسېجن کمښت ستونزه ده.»

وحید مجروح دغه راز وویل، دولتي روغتونونو کې د اکسېجن په سپما کار کوي، خو بیا هم د اکسېجن له کمښت سره مخ دي. نوموړي پر خصوصي روغتونونو نیوکې سره وویل: «خصوصي روغتونونه چې د کرونا ناروغانو درملنه کوي، اکسېجن اسرافوي، ځکه هلته د پیسو پر وړاندې هر څومره اکسېجن اخیستل کیږي.»

کابل کي د کووېډ۱۹ ناروغانو درملنې لپاره د محمدعلي جناح روغتون درېیم روغتون دی، چې سل بسترونه یې په یادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې لپاره ځانګړي شول.

د ښاغلي مجروح په وینا، دا مرکز کابل کې د کووېډ۱۹ درملنې لومړنی، خو د وړتیا له مخې د افغانستان تر ټولو لوی مرکز دی، چې د اکسېجن سرچینه یې همدلته برابریږي. د ده په وینا، دا روغتون په ټولو امکاناتو سمبال او اکسېجن همدلته تولیدیږي.

ده زیاته کړه: «دا روغتون د کرونا ناروغانو لپاره سل بستره لري، خو د اړتیا وخت کې تر درې سوه بسترونو هم برابرېدی شي.»

مجروح وایي، د دې روغتون له پرانېستې وړاندې ۵۰ سلنه بسترونه یې په کرونا له اخته کسانو ډک شوي دي.

نوموړی خبرداری ورکړ چې راتلونکې دوه تر څلور اونۍ به «بدې» وي. او زیاته یې کړه چې نن بله بېړنۍ ناسته لري، چې محدودیت لا پسې پراخه کړي.

د روغتیا چارسمبالي وویل، دوی نه شي کولی چې د افغانستان ټول وګړو ته د اکسېجن ډبې ورسوي او د ده په وینا چې هېڅ هېواد کې داسې نه دي شوي. له همدې امله د ښاغلي مجروح په وینا، چې باید خلک روغتیایي ټکو ته پام وکړي.

ښاغلي مجروح په هغوی هم کلکه نیوکه وکړه، چې وایي، ولې یوازې پر تحصیلي او تعلیمي مرکزونو قرنطین لګول شوی دی. ده زیاته کړه چې په دې ګام سره یې شپږ میلیونه وګړي له خوځښت راګرځولي او د اړتیا په وخت کې محدودیتونه لاپسې غځوي.

ده زیاته کړه: «هغوی چې وایي ولې تحصیلي او تعلیمي مرکزونه مو بند دي، نو دوی ته وایم چې تاسو یې حللار څه ګڼئ؟»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه