خبریال: جان اغا صالح
ننګرهار کې په لاسي صنایعو بوختې میرمنې شکایت کوي، چې د مناسب بازار د نشتون له امله یې ډیر کله په لاس جوړ شوي تولیدات په کور پاتې کیږي.
دا مهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، خو له دې سره، سره چې د دوی په لاس د جوړو شوو توکو کیفیت لوړ او خواري يې زیاته ده، خو د مارکيټ نشتوالی یې د کار پر وړاندې لویه ننګونه ده.
مریم یوه له هغه میرمنو ده، چې په کور دننه د ښځينه وو لباسونه جوړوي او بیا یې په بازار کې پلوري. د مریم په خبره ډېر کله ورسره ژمنې شوي، چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره به یې مرسته کېږي، خو حکومت هغه څېر چې لازمه ده، دغه ژمنې عملي کړې نه دي.
مریم زیاتوي: «مونږ د بازار د نه شتون له امله ډير کله داسې هم کیږي، چې خواري وکړو او یو څه تولید کړو، خو څوک یې بیا نه اخلي، یو لامل یې همدا دی چې دلته داسې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ او بازار نشته چې له امله یې د میرمنو د لاسي صنایعو بازار هم کم رنګه دی، هیله ده حکومت په دې برخه کې کړې ژمنې، چې له سوداګرو میرمنو سره یې کړې وې عملي کړي او په دې برخه کې میرمنو ته پام وکړي.»

منوره بله هغه صنعتکاره میرمن ده، چې د ښځينه وو د کورني اقتصاد په پیاوړتیا ټینګار کوي، هغه وايي، که پر بهرنیو توکو ګمرکي تعرفي لوړې او د مارکيټ په برخه کې په سم ډول کار وشي، نو دا صنعت د کورنۍ اقتصاد د پياوړتیا تر ټولو مهم دی.
صنعتکاره منوره زیاتوي: «که چیرته حکومت د میرمنو په لاس جوړو شویو لاسي توکو تولیدات ته بازار جوړ کړي او پر بهرنیو توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، نو هم کیدای شي چې زمونږ جوړ شوي توکي ارزښت پیدا کړي او خلک یې واخلي، نو حکومت ته لازمه ده چې کار وکړي.»
ختيځ زون کې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ خونې استازې مروا صدیقي هم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې کم رنګه مارکيټ یوه لویه ستونزه ګڼې او وایي، ډېر کله ورسره په لرې پرتو سیمو کې صنعتکارې مېرمنې ستونزو سره مخ وي، ځکه بازار ته یې په سمه توګه لاسرسی لري .

مروا صدیقي زیاته کړه: «کومې میرمنې چې له مونږ سره کار کوي د لاسي صنایعو په برخه کې زیاتره یې په جلال اباد ښار او لیرې پرتو ولسوالیو کې دي نو لویه ستونزه ډیر وخت دا وي، چې میرمنې خواري وکړي خو بازار یې نه وي، چې دوی بیا زړه ماتې کیږي نو په دې برخه کې مو له اړونده ادارو غوښتنه دا ده، چې باید د میرمنو د اقتصادي وضعیت د پیاوړي کیدو لپاره باید کار وکړي.»
په ورته مهال د ننګرهار ښځو چارو رئیسه فتانه عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی د مېرمنو د ظرفیت لوړونې او په ځانګړي توګه لاسي صنایعو ته د ښه بازار موندنې په برخه کې کار کړی او په پام کې لري چې په نیږدې راتلونکې کې جلال اباد ښار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېزي.

فتانه عزیز زیاتوي: «په نیږدې راتلونکې کې جلال اباد ښار کې د میرمنو لپاره یو ځانګړی مارکیټ چې چارې یې بشپړې شوي دي پرانیزو، چې په دې سره به تر ډیره دې ولایت کې د میرمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې شي او مونږ هم هڅه کې یو چې سوداګرې او صنعتکارانې میرمنې له بازار سره وصل کړو او له همدې لارې یې تولیداتو ته بازار پیدا کړو او لا په دې هڅه کې یو.»
خو د لرې پرتو ولسوالیو صنعتکارانې میرمنې شکایت کوي، چې ډېر کله مرسته کوونکې ادارې او حکومت د مېرمنو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د سهولتونو د برابرولو په موخه د ولایتونو په مرکز کې کار کوي او د لرو پرتو سیمو مېرمنې له پامه غورځول شوي، چې له همدې کبله په ډېرو چارو کې د مېرمنو ونډه کم رنګه ده.
