اطلاعات روز: لوګر کې یوه امنیتي سرچینه وایي، لوګر کې د کابل-لوګر په لويه لاره د محمد اغې ولسوالي اړوند «ذاهداباد» سيمه کې وسله والو په يوې سراچه ډوله موټر ډزې کړي، چې څلور کسانو ته په کې مرګ – ژوبله اوښتې.
دغه امنیتي سرچینه چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ته وويل، دا پېښه نن (سه شنبه، ۱۱ د غبرګولي) ماسپښين شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، په دې پېښه کې يو تن چې ويل کيږي، د پولیسو ۳۳۳ ځانګړې قطعې قرار دادي و، وژل شوی او د هغه درې ساتونکي په کې ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی، خو یاده سرچینه وایي، چې دا کار د وسله والو طالبانو دی. دغې ډلې بیا په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
په لوګر کې د کابل-ګردېز لويه لاره په دې وروستيو کې ناامنه شوې او وخت نا وخت ورڅخه د نا امنیو راپورونه ورکول کيږي.
