پکتیا کې د کرونا نارغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

اطلاعات روز: په هیواد کې د نورو ولایتونو په څېر پکتیا کې هم د کرونا درېیمه څپه د پراختیا په حال کې ده، چې له امله یې هر ورځ تر شل ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي، د همدې ناروغانو د درملنې په موخه په مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون په کچه سل بستریز روغتون جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د ارګ عملیاتي ادارې له خوا په جوړ شوي همدې روغتون ۷۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د دوی په خبره چې چارې یې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د دې روغتون په اړه وویل، چې په دې روغتون کې به اړتیا ته په کتو، د ناروغانو لپاره ټول اړونده وسایل او نور امکانات برابر شي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي: «دغه روغتون چې مونږ پخوا ګټې اخیستنې ته سپاره، خو په هماغه وخت کې کرونا کمه شوه، نو اوس یې بیا اړتیا پېښه شوې، نو ټول امکانات به په واک کې ورکول کیږي او همدا رانګه دا روغتون ۵۰ خونې لري او په ښه ډول جوړ شوی دی، نو کرونا لپاره د پکتیا رهبري او د روغتیا ریاست پوره اماده ګي لري.»

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د ارګ عملیاتي ادارې له خوا په جوړ شوي همدې روغتون ۷۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د دوی په خبره چې چارې یې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د روغتیا مسوولین وايي، په کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او نه شو کولی چې د ولایت په کچه په جوړ شوي روغتون کې د ټولو ناروغانو درملنه وکړو.

د عامې روغتیا ریس ولایت خان احمدزي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی ته د پکتیا سربېره له خوست او پکتیکا هم وخیم ناروغان راوړل کیږي.

احمدزي وویل، که خلک روغتیايي تدابیر عملي نه کړي، نو د لومړۍ څپې په ډول به د مړینې کچه لوړه شي، هغه زیاتوي، چې دوی د ناروغانو د درملنې لپاره پوره چمتوالي لري او اړوند امکانات یې ورته برابر کړي دي.

نوموړي داسې وویل: «مونږ د دې دریمې څپې لپاره چې اوس په هیواد کې خپره شوې ده، ورته پوره اماده ګي لرو، پرسونل مو هم هغه پخوانۍ ورته چمتو کړی، کوم ناروغان چې دلته راوړل کیږي، لومړی یې دلته درملنه کوو او که بیا ډېر شدید وي، نو پلازمینې کابل ته یې استوو، خو خلکو ته په کار ده، چې په دې مسله کې بېغوري ونه کړي او هغه سپارښتنه چې روغتیا وزارت ورته کړې، هغه په ځان عملي کړي.»

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د دې روغتون په اړه وویل، چې په دې روغتون کې به اړتیا ته په کتو، د ناروغانو لپاره ټول اړونده وسایل او نور امکانات برابر شي.

د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې په داسې مهال د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د زون روغتیايي مرکز پرانیستل کیږي، چې د نورو ولایتونو په څېر په دې ولایت کې هم د کرونا ناروغانو او له امله یې د مړینې شمېر زیات شوی دی، د عامې روغتیا ریاست مسوولین خلکو ته سپارښتنه کوي، چې په کور پاتې شي او روغتیايي تدابیر عملي کړي.

په دې ولایت کې له تېرو څلور ویشتو ساعتون راهیسې د ۳۰ ناروغانو معاینات شوي، چې په دې کې یې د ۱۶ تنو نتیجه مثبته ښودل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه