اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت دوربابا ولسوالۍ کې یو تن د خپل خسر په مرسته، د خپل پلار سر پرې کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږباڼي نن (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه تېره شپه د دې ولایت دوربابا ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې. د نوموړي په خبره، د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.
ښاغلی خوږیاڼی وایي، هلک خپل پلار د خسر په همکارۍ او دستور وژلی دی.
خوږیاڼی زیاتوي: «د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې یو کس د خپل پلار په لمسون خپل پلار وژلی دی او سر یې ترې پرې کړی دی، کس له سیمې تښتېدلی دی.»
خوږیانی وایي، پولیس په هڅه کې دي، څو د پېښې اصلي عاملین ونیسي.
