اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې نامالومو وسله والو د کابل بانک څلورو کارمندانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، نن (یکشنبه، د غبرګولي ۹) غرمه مهال د مرکز ګردېز اړوند لومړۍ امنيتي حوزې سره د کابل بانک د کارکوونکو پر موټر نامالومو وسله والو ډزې کړې، چې له امله يې دوه کسان وژل سوي او دوه نور يې ټپيان دي.
ښاغلي امیري وویل، د پېښې پر مهال د بريدکوونکو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په دې پېښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
اميري زياتوي، چې بريد کوونکي د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.
