اطلاعات روز: د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د ګیان ولسوالي پخوانی امنیه قومندان وژل د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د پکتيکا د امنيه قومنداني وياند شاه محمد آرين اطلاعات روز ته وويل، چې تېره شپه (جمعه، ۷ د غبرګولي) شاوخوا لس بجې د پکتيکا په «سروضې» ولسوالي کې د «ګيان» ولسوالي پخوانی امنيه قومندان «بيارخان» د سړک له غاړې په ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کې وژل شوی دی.
ښاغلي ارین وویلې، چې «بيار خان» د ساتنمند په صفت په سروضې ولسوالي کې دنده ترسره کوله.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
د پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
